ویاړ په یاد لیست کي محمد نبي هم شتون لري | خبریال

ویاړ په یاد لیست کي محمد نبي هم شتون لري

خبریال وېبپاڼه / د شل اوریزو لوبو هغه لوبغاړي چي ډیر ځلي د لوبي د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوي دي محمد نبي هم پکي شامل دي.

په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل په نړیواله کچه ترټولو زیات د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

نبي د ۱۳ ځلې د لوبې غوره جایزې ترلاسه کولو په پار ترټولو مخکې دی.

شل‌اوریزه لوبو کې زیات ټاکل شوي د لوبې غوره لوبغاړي؛ نبي پکې لومړی دی

لومړي: محمدنبي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پوري يي په ۸۱ لوبو کې ۱۳ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

دوهم: ویراټ کوهلي چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پوري يي په ۹۰ لوبو کې ۱۲ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

دریم: شاهد افریدي چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوله نوموړي د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۸ کاله پوري يي په ۹۹ لوبو کې ۱۱ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

څلورم: محمد حفیظ چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي، نوموړي د ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۲١ کاله پوري يي په ۱۰۶ لوبو کې ۱۰ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

پنځم: روهیت شرما چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۲١ کاله پوري يي په ۱۱۱ لوبو کې ۱۰ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

شپږم: شین واټسن چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۶ کاله پوري يي په ۵۸ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

اووم: محمدشهزاد چي د افغانستان کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۸ کاله پوري يي په ۶۵ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

اتمام: کریس ګېل چي د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پوري په ۶۷ لوبو کې ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

نهم: ډیویډ وارنر چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۲١ کاله پوري يي په ۸۱ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

اتم: کوپټیل چي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پوري يي په ۱۰۲ لوبو کې ۹ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ