د هند کرکټ یو شمیر لوبغاړي په کرونا اخته شوي | خبریال

د هند کرکټ یو شمیر لوبغاړي په کرونا اخته شوي

خبریال وېبپاڼه /یو شمیر راپورونه وايي چې د انګلینډ په سفر تللې د هند لوبډلې يو لوبغاړی کرونا نيولی او د نورو لوبغاړو د مثبت ټيسټ امکان هم شته.

ياد لوبغاړی چې لا يې رسنيو د نوم په اړه څه نه دي ويلي، د هند او نوي زيلاند ترمنځ د ټيسټ اتلوليو له پايلوبې وروسته د دمې پر مهال په داسې ځايونو کې ليدل شوی وو چې د خلکو ګڼه ګوڼه یې لرله.

ويل کيږي چې په کرونا اخته لوبغاړی به د هغو لوبغاړو برخه نه وي چې د جولای مياشتې په شلمه نيټه به د کاونټي له لوبغاړو د جوړې لوبډلې سره درې ورځنۍ تمريني لوبه پيلوي.

هندي رسنۍ وايي چې تېره ورځ د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي او د غوراوي کمېټې مشر چيتن شرما کتلي خو نه یې لا په دې اړه څه ويلي او نه يې هم د ليدنې نور جزیات په ډاګه شوي.

د لوبغاړو او مينه والو په کرونا د اخته کيدو له پيښو سره سره انګلينډ کې د قرنطين شرايط اسانه شوي او همدا څو ورځې وړاندې په لارډز لوبغالي کې د پاکستان او انګلينډ ترمنځ لوبې ته نږدې ديرش زره نندارچيان ناست وو.

د ويلو ده چې د هند له لوبغاړي وړاندې د سرېلانکا سره د لوبيدلې انګلینډۍ لوبډلې اوه تنه کرونا نيولي وو چې له امله یې ټوله لوبډله قرنطين شوه او انګلینډ د پاکستان په وړاندې د يوې نوې لوبډلې لوبيدو ته اړ شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ