سریلانکا لوبډلې لپاره بد خبر | خبریال

سریلانکا لوبډلې لپاره بد خبر

خبریال وېبپاڼه / د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې پياوړی چپ لاسی ویکټ کيپر بيټسمين کوشال پريرا چې تازه د هند دوهمي ملي لوبډلې سره د لنډ فارمټ لوبو لپاره له کپتانۍ څخه لیري شوی و، اوس ويل کېږي چې نوموړی ټ.پي شوی او ممکن د هند په وړاندې لوبو لپاره له لوبډلې بهر شي.

د ورکړل شويو راپورونو په اساس چې د کوشال پريرا اوږه ټ.پي شوي او په روان تمريناتي کيمپ کې لوبډلې سره نشته.

د سريلانکا کرکټ بورډ هم د کوشال پريرا د ټ.پي کيدو خبر تاییدوي او وايي چې وضعيت يې ښه نه دی، دوی به په دې اړه چې نوموړی به د هند سره پخپل کوربه توب د سريلانکا لوبډلې برخه وي يا نه سبا معلومات ورکړي.

که کوشال پريرا د هند سره له لوبو بهر شي دا به د سريلانکا لوبډلې بيټينګ لاين ډير زيات زيانمن کړي ځکه دوی لا له وړاندې خپل دري پياوړي لوبغاړي دانوشکا ګوناتيلاکا، ډيکويلا او کوشال مينډس له لاسي ورکړي، يادو دري واړو لوبغاړو انګلستان کې د کوئيډ۱۹ خوندي چاپيريال اصول مات کړي و، چې وروسته بيا د لوبو بنديز له سزا سره مخامخ شول.

د هند لوبډله د يادو لوبو د ترسره کولو لپاره لا له وړاندې سريلانکا ته رسېدلي، خو سريلانکا بيا لا تراوسه خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.

په پام کې وه د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دري يوورځنيو او دري شل اوریزو لوبو پيل د رواني جولای مياشتې په ديارلسمه نېټه شوی وی، خو د سريلانکا لوبډلې د روزونکي ګرينټ فلاور او انليست په کوئيډ۱۹ اخته وپيژندل شوو، چې ورسره لوبې هم څو ورځي وځنډول شوي.

د نوي مهالوېش په اساس به د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبو پيل له يوورځنيو لوبو څخه وشي، کومي چې به د راتلونکې یکشنبې په ورځ پيل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ