انګلستان د پاکستان پر وړاندي د شل اوریزو لوبو سریز پیلوي | خبریال

انګلستان د پاکستان پر وړاندي د شل اوریزو لوبو سریز پیلوي

خبریال وېبپاڼه / انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلي سبا شپه لومړي شل اوریزه لوبه ترسره کوي.

د انګلینډ لومړی انتخاب لوبډله چې د سرېلانکا سره له لوبو وروسته پکې څو لوبغاړي او د مدیره پلاوي غړي کرونا ونیول اوس مهال یې یو شمیر لوبغاړی له قرنطین خلاص شوي او د پاکستان په وړاندې د شل اوریزه لوبو لپاره د انګلینډ لوبډله کې شامل شوي دي.

د جولای میاشتې په شپاړسمه نیټه پیلیدونکي د درې شل اوریزه لوبو د سیریز لپاره د انګلینډ کرکټ بورډ په اعلان شوې لوبډله کې کپتاني د یادې لوبډلې د لنډ فارمټ لوبو کپتان مورګن ته سپارل شوې او د بین سټوکس په ګډون د یوورځنیو لوبو د لوبډلې ځیني لوبغاړي کینول شوي دي.

د پاکستان په وړاندې لوبو ته د انګلینډ یوشمیر پیاوړي لوبغاړي داسې مهال را ستانه شوي دي چې همدا تېره شپه د انګلینډ دوهم انتخاب لوبډلې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه او له دې سره یې د یو ورځنیو لوبو سیریز کې وایټ واش کړه.

د تېرې شپې له ماتې سره په پاکستانۍ لوبډله د یاد هیواد د مینه والو او پخوانیو لوبغاړو توندې نیوکې روانې دي او ډيری داسې فکر کوي چې لوبډله یې د قوي لوبډلو په وړاندې د لوبو د ګټو وړتیا نه لري.

د یادولو وړ ده چې د څلور غوره ( هند، آسترالیا، نیوزیلینډ او انګلینډ) لوبډلو په وړاندې په تېرو پنځه کلونو کې د د پاکستانۍ لوبډلې د بریا فیصدي ۱۸.۴۲ ده، په دې معنی چې د یادو څلور لوبډلو په وړاندې یې له ۳۸ کړو لوبو څخه یوازې ۷ لوبې ګټلي دي.

د پاکستان په وړاندې شل اوریزه لوبو ته اعلان شوې لوبډله کې ایون مورګن، معین علي، جاني بېرسټو، ټام بینټون، جاس بټلر، ټام کرن، لیوس ګریګوري، لیم لیونګسټون،ډیویډ ملان، جیسن روی، جیک بال، کریس جورډن، ثاقب محمود، مت پرکینسون، عادل رشید او ډیویډ ویلي شامل دي.

د یادولو وړ ده چي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو سریز هم ترسره شو چي په یاد سریز کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لخوا پاکستانۍ لوبډله وایټ شوه او لوبلړي يي تري وکټله.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ