هندي لوبغاړي رشېب پنټ په کرونا اخته شوی | خبریال

هندي لوبغاړي رشېب پنټ په کرونا اخته شوی

خبریال وېبپاڼه /رشېب پنټ په کرونا اخته شوی او د نورو پېښو امکان هم شته.

یو شمیر راپورونه وايي چې د هند کرکټ ملي لوبډلې پياوړی ويکټ کيپر بيټسمين رشېب پنټ په کرونا اخته شوی.

رشېب پنټ په دې وروستيو کې د هند لپاره په اوږد فارمټ لوبو کې خورا ښه وځليده چې د کرکټ د شنونکو او مينه والو پام يې ځان ته واړوه او په اوس وخت کې د لوبډلې یو له کليدي لوبغاړو څخه حسابيږي.

ويل کيږي چې د هند کرکټ بورډ په انګلستان کې د نیوزېلېنډ لوبډلې په وړاندې د نړيوالو ټيسټ لوبو د اتلولۍ پای لوبې وروسته خپلو لوبغاړو ته اجازه ورکړې وه چې له خوندي چاپيريال څخه بهر ووځي.

رېشپ پنټ هم له خپلو ځينو ملګرو سره د اروپا فټبال ليګ کې د انګلستان او جرمني لوبې ليدو لپاره (ويمبلي) لوبغالي ته ورغلی و.

په ميدان کې د نوموړي ځينې عکسونه په سوشل ميډيا ډير لاس په لاس شو او ځينو هندي مينه والو په رشېپ پنټ ددې لپاره نيوکې وکړې چې ګواکې روغتيايي سپارښتنې يې په پام کې نه دي نيولي او بی ماسکه لوبغالي ته ورغلی دی.

د هند کرکټ بورډ مرستيال مشر راجيو شوکلا هم رسنيو سره په خبرو کې ياد خبر تایید کړی او ويلي دي چې د باقي پاتې ټولو لوبغاړو د کوئيډ۱۹ ټيسټ منفي شوی.

له بلې خوا د انډين ایکسپریس د خبر له مخې په انګلینډ کې د دېره هندۍ لوبډلې د مديره پلاوی يو غړی هم کرونا نيولی او دا چې د يادې لوبډلې بل ويکټ ساتونکی ساها ورسره نږدې پاتې شوی نو اوس مهال هغه هم قرنطين شوی دی.

د هند په کيمپ کې داسې مهال د کرونا ناروغۍ د پېښو راپورونه ورکول کيږی چې د ټاکل شوي مهالوېش په اساس به د هند لوبډله د کوربه انګلستان په وړاندې د پنځه ټيسټ لوبو پيل د راتلونکې اګست مياشتې په څلورمه نېټه وکړي.

همدارنګه د یادولو وړ ده چي د دوهم لوبډله د شکر دهوان تر لوبډلمشري لاندي په سریلانکا کې د یاد هیواد سره سریز ترسره کړي.

یو شمیر راپورونو له مخي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي یو لوبغاړي هم کرونا ویروس اخته شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ