شعیب اختر:له اوسني بورډ او لوبډلې څخه د لاسته راوړنو تمه لویه تیروتنه ده. | خبریال

شعیب اختر:له اوسني بورډ او لوبډلې څخه د لاسته راوړنو تمه لویه تیروتنه ده.

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني تېز بالر شعیب اختر د پاکستان لوبډلې په اوسني حالت خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې له دوی څخه د غټو لاسته راوړنو تمه سادګي ده.

شعيب اختر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د بابر اعظم په رهبرۍ کې پاکستانۍ لوبډله د کوربه انګلستان ځوانې لوبډلې لخوا د دري يوورځنيو لوبو په سيريز کې وايټ واش شوه.

شعيب اختر وايي “دا ډيره شرموونکي کارکردګي وه، زمونږ بورډ د ډيرو عادي خلکو په لاس کې دی، دوی عادي مديرت کوي او غواړي يوه عادي لوبډله جوړه کړي، نو له دغه ډول يوي لوبډلې د لويو لاسته راوړنو تمه سادګي ده”.

شعيب اختر چې پخپل يوټيوب چينل کې يې خبري کولې زياتوي چې په اوسنۍ لوبډله کې هيڅ داسې يو لوبغاړی نشته چې ځوانان يې د کارکردګۍ متاثره شي، نو ته به څنګه بل وسيم اکرم، شعيب اختر او شاهد افريدي پیدا کړي.

د شعيب اختر په ټکو چې نوموړی دا هر څه د وظيفې اخيستلو لپاره نه وايي بلکې دغه حالت يې زوروي، خو ريښتيا دادي چې د ناهيلۍ فضا خپره ده.

په درې یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان له ماتې وروسته به د یاد هیواد او کوربه انګلستان لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سيريز د روانې جولای مياشتې په شپاړسمه نېټه پيل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړي شل اوریزه نن شپه ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ