کرابین لیګ کې شپږ افغان لوبغاړي اخیستل شوي | خبریال

کرابین لیګ کې شپږ افغان لوبغاړي اخیستل شوي

خبریال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پوري به دوام وکړي.

نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.

ددې لیګ لپاره د لوبغاړو د پیر «بولي» مراسم د روان ۲۰۲۱م کال د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوه.

ددې لیګ په بولي لوبډلو ته پنځه افغان لوبغاړي، وقار‌ سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیق‌الله غفاري او رحمن‌الله ګربز واخیستل شول، خو د نوین‌الحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون کړی و او له ځان سره یې ساتلی و.

۱ـ وقار سلامخېل په کرابین لیګ کي د ګیانا امازون وایررز لوبډلې لخوا اخیستل شوي.

۲-نوین الحق په کرابین لیګ کي د ګیانا امازون وایررز لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

۳ـ ابراهیم ځدران هم په کرابین لیګ کي د جمیکا تلاواس لوبډلي لخوا اخیستل شوي دي.

۴ـ قیس احمد په کرابین لیګ کي د جمیکا تلاواس لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

۵ـ شفیق‌الله غفاري په کرابین لیګ کي د بارابادوس تریندیس لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

۶ـ رحمن‌الله ګربز بیا په کرابین لیګ کي د نویس پاتروتس لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ