نوروز منګل ۳۷ کلن شو، د لوبو او ژوند په اړه يي دلته ولولي | خبریال

نوروز منګل ۳۷ کلن شو، د لوبو او ژوند په اړه يي دلته ولولي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نوروز منګل، چې په لومړي ځل یې د هغه په لوبډلمشرۍ کې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه ترلاسه کړه او لومړۍ بریا یې هم خپله کړه، پرون ۳۷ کلن شو.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) هم د نوروز منګل یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی او هغه ته یې د کلیزې مبارکي ورکړې ده.

ای سي سي هم د هغه په اړه لیکلې ده، چې نوموړی د افغانستان هغه لوبډلمشر دی چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه ترلاسه کړه او همدا راز په ۲۰۱۰ کال کې یې د هغه په لوبډلمشرۍ کې نړیوال شل اوریز جام ته لار پېدا کړه.

افغانستان لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه او بریا یې هم پکې خپله کړې وه، چې نوروز منګل پکې لوبډلمشر و او ۳۲ منډې یې هم کړې وې.

که د نوروز منګل د نړیوالو لوبو خبره وشي، نو نوموړي د افغانستان لپاره ۴۹ نړیوالې یو ورځنۍ او ۳۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي.

هغه د ۲۷.۱۱ په اوسط په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۳۹ منډې کړې دي چې ۲ سلیزې او ۴ څلوریزې یې هم وهلي دي، همدا راز د ۱۸.۰۳ په اوسط یې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۵۰۵ منډې کړې دي، چې ۲ پنځوسیزې یې هم وهلي دي.

نوروز منګل په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان لپاره وروستۍ نړیواله لوبه ترسره کړې وه او له هغه وروسته یې بیا استعفا ورکړه، چې اوس نوموړی د روزونکي دنده ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ