د نړیوال جام ګروپونه مالوم شول، افغانستان په دوهم ګروپ کې د پاکستان سره شامل دي | خبریال

د نړیوال جام ګروپونه مالوم شول، افغانستان په دوهم ګروپ کې د پاکستان سره شامل دي

خبریال وېبپاڼه / د نړيوال جام ګروپونه، افغانستان په دوهم ګروپ کې شو.

څو شيبې وړاندې د ۲۰۲۱م نړيوال شل اوريز جام د ګروپونو لوبډلې مشخصې شوې چې افغان لوبډله په دوهم ګروپ کې شامله شوه.

له دې سره به افغانستان په نړيوال جام کې له هند، پاکستان او نوي زيلاند د لوبډلو تر څنګ د هغو دوه لوبډلو سره لوبې ولري چې د نړيوال جام له لومړي پړاو څخه دولس غوره لوبډلو ته لار مومي.

په اول ګروپ کې بيا د آسټراليا، انګلينډ، سويلي افريقا او ویسټ انډیز لوبډلې شامل شوي چې دوه نورې لوبډلې به په عمان کې د کيدونکي نړيوال جام له لومړي پړاو څخه ورځي.

په ورته وخت کې راپوونه وايي چې د روان ميلادي کال اکتوبر کې پيليدونکي نړيوال جام د لوبو بشپړ مهال ويش به راتلونکې اونۍ د کرکټ نړيوالې شورا له لوري اعلان شي.

هېره دې نه وي چې سږکال نړيوال جام په دوه بيلابيلو پړاونو کې د شپاړلسو لوبډلو ترمنځ په عمان او متحده عربي اماراتو کې د هند په کوربتوب کيږي.

د يادو سياليو لومړي پړاو کې به پي اين جي، ايرلينډ، سکاټلنډ، هالنډ، بنګله دېش، نمیبیا، سرېلانکا او عمان خپلو کې لوبې ولري چې دولس غوره لوبډلو ته به ترينه څلور لوبډلې لار ومومي.

د لومړي پړاو الف ګروپ کې سرېلانکا، ايرلينډ، نميبيا او هالنډ ځای شوي، ب ګروپ کې بيا بنګله دېش، سکاټلنډ، عمان او پي اين جي شامل دي چې له لوبو وروسته به د دواړو ګروپونو د سر دوه لوبډلې دوهم پړاو ته لار پيدا کوي.

په دولس غوره لوبډلو کې له وړاندې هند، افغانستان، پاکستان، نوی زيلاند، آسټراليا، ویسټ انډیز، انګلينډ او سويلي افريقا شتون لري چې له لومړي پړاو څخه د څلورو نورو لوبډلو په ورتګ به یې شمېر دولسو ته ورسیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ