مجیب الرحمان دا ځل په درجه بندۍ کې پرمختګ کړي | خبریال

مجیب الرحمان دا ځل په درجه بندۍ کې پرمختګ کړي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان چې څه وخت مخکې په درجه بندۍ کې ښکته راټیټ شوی و، اوس یې بیا پرمختګ کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نړیوالو شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو تازه درجه بندي خپره کړه، چې افغان مجیب الرحمان هم پکې پرمختګ کړی دی.

مجیب الرحمان چې مخکې په دې درجه بندۍ کې په شپږم مقام کې و، اوس د اشټون اګر د ۳ مقامه ښکته راتګ له امله هغه هم پنځم مقام ته پورته شوی دی، چې ۶۸۷ نومرې لري.

د سویلي افریقا تبریز شمسي بیا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري او افغان راشد خان په دغه درجه بندۍ کې د ۷۱۹ نومرو سره په دویم مقام کې د تېر په څېر په خپل ځای کې دی.

عادل رشید په ۳م او ونیندو ډي سلوا په څلورم مقام کې دي، چې دوی هم ۱-۱ مقام پرمختګ کړی دی، همدا راز اشټون اګر بیا درې مقام راټیټ شوی او اوس په شپږم مقام کې قرار لري.

د ویسټ انډیز فابین الین بیا ډېر پرمختګ کړی دی او د لس غوره توپ اچونکو درجه بندۍ کې یې ځان ځای کړی دی، هغه ۱۶ مقامه پورته راغلی دی چې اوس په لسم مقام کې دی. همدا راز ټیم ساوټي، اډم زمپا او ایش سوډي بیا د تېر په څېر په اووم، اتم او نهم مقامونو کې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ