بنګله دیش په لومړۍ یورځنۍ لوبه کي کوربه زیمبابوي ته په ستر توپیر ماتې ورکړه | خبریال

بنګله دیش په لومړۍ یورځنۍ لوبه کي کوربه زیمبابوي ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه/ د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن د یاد سریز لومړۍ یورځنۍ لوبه ترسره شوه.

په یاده لوبه کې ټاس یا بچه د زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان يي ٢٧٦ منډې ترلاسه کړي او زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ٢٧٧ منډې هدف په پنځوس اورونو کې وټاکه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي لیټن ډاس او لیټن ډاس ښه توپ وهنه ترسره کړه. افیف خسین په ١١٤ توپونو باندي يي ١٠٢ منډې ترلاسه کړي او افیف خسین په ٣٥ توپونو باندي يي ٤٥ منډې ترلاسه کړي.

د زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي لوګ جنکوی دري ویکټې او بلسنګ موزرباني او ریچارد بیا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

زمبابوي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ٢٨.٥ اورونو کي يي ١٢١ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د بنګله دیش کرکټ لوبډلي د ١٥٥ منډو په توپیر وکټله.

د زیمبابوي لوبډلي لپاره ریکس چکابوا غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ٥١ توپونو باندي يي ٥٤ منډې ترلاسه کړي.

بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره شکیب الخسن غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په ٩.٥ اورونو کي يي د ٣٠ منډو په ورکولو سره يي پنځه لوبغاړي وسوځول.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي لیټن ډاس وټاکل شو نوموړي د بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي په ١١٤ توپونو باندي يي ١٠٢ منډې ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ