پاکستان د ٥٠ اوریزو لوبو له ماتې وروسته يي انګلستان ته په لومړۍ ٢٠ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه | خبریال

پاکستان د ٥٠ اوریزو لوبو له ماتې وروسته يي انګلستان ته په لومړۍ ٢٠ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د یورځینو لوبو د سریز وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سریز پیل شو.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د شل اوریزو لوبو د لوبلړي څخه مخکي په یورځني لوبو کې پاکستانۍ لوبډله وايټ واش کړه خو د شل اوریزو لوبو د سریز په لومړي لوبه کې يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي څخه ماتې وخوړه.

لومړۍ شل اوریزي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډله ته ورکړه.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شو شل اورونو کي يي د شپږ لوبغاړو په زیان يي ٢٣٢ منډې ترلاسه کړي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ٢٣٣ منډو هدف ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي لوبډلمشر بابر اعظم په ٤٩ توپونو باندي يي ٨٥ منډې ترلاسه کړي او محمد رضوان بیا په ٤١ توپونو باندي يي ٦٣ منډې ترلاسه کړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي ټام کرن دوه ویکټې لیوز او ډیویډ ویلي یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ١٩.٢ اورونو کي یي ٢٠١ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د پاکستان کرکټ لوبډلي د ٣١ منډو په توپیر وکټله.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لیم ترټولو غوره توپ وهنه ترسره کړه خو لوبډله يي بریا ته ونه شوه رسولي، نوموړي په ٤٣ توپونو باندي يي ١٠٣ منډې ترلاسه کړي وي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي شاهین افریدي او شاداب خان دري دري ویکټې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي شاهین افریدي وټاکل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ