آي سي سي: افغانستان به نړیوال جام کې په سپېنرانو ډیر تکیه وي. | خبریال

آي سي سي: افغانستان به نړیوال جام کې په سپېنرانو ډیر تکیه وي.

خبریال وېبپاڼه / د ۲۰۲۱ نړیوال جام د ګروپونو لوبډلې چي تیره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا له لورې مشخصې شوې چې د غوره دولس لوبډلو لومړي ګروپ کې آسترالیا، ویسټ انډيز، انګلینډ او سویلي افریقا او په دوهم ګروپ کې افغانستان، هند، پاکستان او د نوي زیلاند لوبډلې شاملې دي.

د دولس غوره لوبډلو دوهم ګروپ کې د دې امکان هم شته چې پنځه اسیایي لوبډلې شاملي شي خو په هغه صورت کې چې د لومړي پړاو الف ګروپ کې سرېلانکا په دوهم او ب ګروپ کې بنګله دیش په لومړي مقام راشي.

د کرکټ نړیوالې شورا په نړیوال جام کې د ګروپونو د اعلان سره د ټولو شاملو لوبډلو تړاو څرګندونې کړي دي او په شل اوریزو جامونو کې یې د هغوی تاریخي مزل ته کتنه کړې ده.

آي سي سي وايي چې افغان ملي لوبډله به خپله ډيره تکیه په خپلو سپنرانو او خطرناکو هیټرانو کوي تر څو په ټورنمنټ کې ښې لوبې وکړي.

افغان لوبډلې په دې وروستیو کې درې صفر د زیمبابوې لوبډله وایټ واش کړه او په ورته مساعدو د متحده عربي امارتو حالاتو کې به یاده لوبډله ښې لوبې وکړي.

افغان لوبډلې پخپل ګروپ کې یوازې له نوي زیلاند سره شل اوریزه لوبه نه ده کړې او له نورو دواړو لوبډلو سره له وړاندې لا بلدتیا لري او مهمه دا چې د متحده عربي امارتو له هوا او شرایطو سره افغان لوبغاړي ښه بلد دي.

افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د لومړي ځل لپاره په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون وکړ او له هغې را وروسته تر ننه بیا په هر شوي شل اوریز نړیوال جام کې لوبیدلی.

په ۲۰۱۶ کال نړیوال جام چې په هند کې وشو، د افغانستان یوازینۍ لوبډله وه چې د یاد کال اتله لوبډله ویسټ انډیز یې ماته کړه.

تمه ده چې راتلونکی نړیوال جام به د اکتوبر میاشت په اولسمه نیټه پیل شي او د نوومبر تر څوارلسمې نیټې به د متحده عربي اماراتو شیخ زاید لوبغالي، شارجه لوبغالي، دوبۍ نړیوال لوبغالي او د عمان کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي کې دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ