ویاړ؛ نوین‌الحق په بلاسټ سیالیو کې مخکښ توپ اچونکي دي | خبریال

ویاړ؛ نوین‌الحق په بلاسټ سیالیو کې مخکښ توپ اچونکي دي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې ۲۴ ویکټې اخیستې دي او په دې لیګ کې ترټولو لوبغاړو مخکښ ویکټ اخیستونکی دی.

نوین‌الحق، چې د انګلستان په یاد لیګ کې د لیسټرشایر لوبډلې سره لوبیږي، په ۱۳ لوبو کې یې ۲۴ ویکټې اخیستې دي.

انګلستان لیګ کې لس مخکښ ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

لومړي: نوین‌الحق چي د لیسټرشایر لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي، نوموړي په ۱۳ لوبو کې یې ۲۴ ویکټې اخیستې دي.

دوهم: هارمر چي د ایسکس لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي، نوموړي په ۱۲ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

دریم: سام کوک چي د ایسیکس لوبډلي لپاره لوبیږي، نوموړي هم په ۱۲ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

څلورم: بریتوېت چي د بیرمینګام لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۱۰ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

پنځم: بلک کولین چي د میډلیسیکس لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په ۱۱ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

شپږم: جاک بال چي د نوتینګام شایر لوبډلي سره لوبیږي نوموړي په ۹ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

اووم: پارکینسون چي د لیسټرشایر لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۱۳ لوبو کې یې ۱۷ ویکټې اخیستې دي.

اتم:چارلي موریس چي د وریسټر شایر لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي هم په ۱۲ لوبو کې یې ۱۷ ویکټې اخیستې دي.

نهم: سټوېن پین چي د میډلیسیکس لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۱۲ لوبو کې یې ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

لسم: پوټس چي د ډورهام لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم په ۱۲ لوبو کې یې ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ