د ملې لوبډلې دویم پړاو تمریناتي کمپ هم پای ته ورسېد | خبریال

د ملې لوبډلې دویم پړاو تمریناتي کمپ هم پای ته ورسېد

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د روانې جولای میاشتې په ۶مه نېټه په کابل کې د ۲۸ لوبغاړو لپاره تر لومړي تمریناتي کمپ وروسته دویم پړاو تمریناتي کمپ په لاره اچولی و، چې تر ۱۱ ورځو وروسته نن د شنبې په ورځ پای ته ورسېد.

دویم پړاو تمریناتي کمپ کې ګډونوال ۲۸ لوبغاړي

هشمت‌الله شهیدي ، رحمت‌ شاه، رحمن‌ الله ګربز، فرهان زاخېل، ګلبدین نایب، شراف‌ الدین اشرف، عظمت‌الله عمرزی، عثمان غني، صدیق‌الله اتل، اکرام علي خېل، منیر‌ احمد کاکړ، فضل‌حق فاروقي، سید شیرزاد، وفادار مومند، فرید‌ احمد ملک، عبدالله عادل، سلیم صافي، یمین احمدزی، ضیا‌ء الرحمن شریفي، عبدالرحمن، عبدالواسیع، نوراحمد لکڼوال، ظاهرخان پکتین، امیر حمزه هوتک، نجات مسعود، یوسف ځاځی، شاهد کمال او شمس کړوخېل.

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د لوبو ترڅنګ د روان کال يو شمېر نورو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د غوره چمتووالي په موخه دا تمریناتي کمپ په لاره اچول شوی و.

یاده اعلامیه کې د دویم پړاو تمریناتي کمپ په اړه ویل شوي:

«په یاد کمپ کې د مشر روزونکي لانس کلوزنر، نورو نړیوالو روزونکو او د اتو افغان روزونکو تر روزنې لاندې د لوبغاړو په توپ اچونې، توپ وهنې او ډګرساتنې په برخو کې د هغوی د مهارتونو په لوړولو کار ترسره شو. همداراز په دغه کمپ کې د ملي لوبغاړو ترمنځ د دوو لوبډلو له جوړښت وروسته درې خپل منځي تمریناتي لوبې هم ترسره شوې.

د یادونې وړ ده چې د دغه کمپ لومړی پړاو د تېرې میاشتې په لسمه نېټه د شا و خوا ۳۰ لوبغاړو ترمنځ پيل او ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ