د انګلستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ٢٠اوریزه لوبه او پکي جوړ شوي ریکارډونه. | خبریال

د انګلستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ٢٠اوریزه لوبه او پکي جوړ شوي ریکارډونه.

خبریال وېبپاڼه / د انګلینډ او پاکستان ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه کې جوړ شوي ریکارډونه.

د انګلینډ په وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د پاکستان له لوري ۲۳۲ منډې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې د یاد هیواد تر ټولو ډيرې منډې وې چې یوه لوبه کې یې کوي.

تر دې وړاندې د شل اوریزه نړیوالو لوبه یوه لوبه کې د پاکستان تر ټولو ډيرې منډې ۲۰۵ وې چې د ویسټ انډيز په وړاندې یې کراچۍ کې کړې وې.

د لیوینګ سټون له لوري په ۱۷ بالونو نیمه سلیزه او په ۴۲ بالونو سلیزه د انګلینډي لوبغاړو ترمنځ شل اوریزه نړیوالو لوبو کې ترټولو چټکه سلیزه او نیمه سلیزه وه.

د لیونګ سټون پاڼۍ کې ۹ شپږیزې په یوه شل اوریزه نړیواله لوبه کې د یو انګلینډي لوبغاړي ترټولو ډيرې شپږیزې وې، تر دې وړاندې ډيرې شپږیزې وهونکی لوبغاړی یوه لوبه کې مورګن وو چې ۷ شپږیزې یې وهلې وې.

د بابر اعظم او رضون ترمنځ د ۱۵۰ منډو ملګرتیا په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې د پاکستان لپاره دوهمه تر ټولو غوره ملګرتیا وه، تر دې وړاندې هم د دواړو ترمنځ د ۱۹۷ منډو ملګرتیا شوې وه.

لیونګ سټون لومړی لوبغاړی شو چې د پاکستان په وړاندې په شل اوریزه نړیواله لوبه کې سلیزه وهي، تر دې وړاندې د هیڅ لوبډلې لوبغاړي د یاد هیواد په وړاندې شل اوریزه لوبو کې سلیزه نه وه وهلې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ