په ټیسټ کرکټ کي د ویرات کوهلي شپږ مهم ریکارډونه | خبریال

په ټیسټ کرکټ کي د ویرات کوهلي شپږ مهم ریکارډونه

خبریال وېبپاڼه / شپږ رېکارډونه چې وېرات کوهلي په ټېسټ کرکټ کې جوړ کړي دي.

په دې ليکنه کې مو په ټېسټ کرکټ کې د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر او لوبغاړي وېرات کوهلي لخوا جوړ شوي شپږ ټېسټ ريکارډونو ته کتنه کړې ده:

وېرات کوهلي د هند کرکټ د ټېسټ لوبو تر ټولو کامياب لوبډلمشر دی.

د هغه په کپتانۍ کې يادې لوبډلې ۳۶ ټېسټ لوبې ګټلي، ۱۴ يې بايللي او ۱۰ لوبې ډرا شوې دي.

کوهلي لومړی هندي لوبډلمشر دی چې اسټراليا کې يې ټېسټ سيريز ګټلی. د نوموړي په کپتانۍ کې هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۸-۲۰۱۹م کلونو کې په بارډر ګواسکر ټرافۍ کې کوربه لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

وېرات کوهلي يواځينی لوبډلمشر دی چې ټېسټ کرکټ کې يې اوه غبرګې سليزې وهلې دي.

کوهلي د پر له پسې ټېسټ سيريزونو ګټوونکو کپتانانو په سر کې دی. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ نوموړي په خپله کپتانۍ کې پر له پسې ۹ ټيسټ سېرېزونه ګټلي دي.

کوهلي د هند کرکټ تر ټولو چټک ۲۵ سليزې جوړونکی لوبغاړی دی. هغه په ۲۰۱۸م کال کې لومړی هندی او په نړيواله کچه له ډونالډ برېډمين ( ۶۸ پاڼۍ ) وروسته دوهم لوبغاړی شو چې په ۱۲۷م ټېسټ پاڼۍ کې يې ۲۵ سليزې پوره کړې.

وېرات کوهلي لومړی هندی کپتان دی چې د کپتانۍ په ډيبيو کې يې په دواړو پاڼيو کې سليزې ووهلې.

نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵/۲۰۱۴ بارډر ګواسکر ټرافۍ کې کپتاني وکړه. په لومړۍ پاڼۍ کې کوهلي ۱۱۵ او په دوهمه پاڼۍ کې ۱۴۱ منډې وکړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ