جالبه: سمي سینګ د کرکټ په تاریخ کي بهترین ریکارډ جوړ کړه | خبریال

جالبه: سمي سینګ د کرکټ په تاریخ کي بهترین ریکارډ جوړ کړه

خبریال وېبپاڼه / ایرلینډي لوبغاړي «سمي سینګ» د کرکټ په تاریخ کې داسې ریکارډ ثبت کړ چې تراوسه هېڅ لوبغاړي نه و ثبت کړی.

د سویلي افریقا او ایرلینډ ترمنځ د ورلډ کپ سوپر لیګ په چوکټ کې د درې پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ دریمه لوبه ترسره شوه چې پکې ایرلینډ په ۷۰ منډو له ماتې سره مخ شو.

د دغه لړۍ یوه لوبه باران، بله یې ایرلینډ او وروستۍ لوبه یې سویلي افریقا لوبډلې وګټله چې لړۍ هم یو پر یو مساوي پای ته ورسېده.

په دغه سیالۍ کې هندي الااصله ایرلینډي لوبغاړي «سمي سینګ» په سلیزې جوړولو سره نوی ریکارډ ثبت کړ.

نوموړی په اتمه ویکټ میدان ښکته شو د ۱۴ څلوریزو په مټ یې په ۹۱ توپونو «۱۰۰» ناسوځېدلي منډې وکړې، دا لومړی ځل دی چې پنځوس اوریزه فارمټ کې یو لوبغاړی په ۸ اتمه ویکټ میدان راځي او سلیزه جوړوي.

لدې وړاندې ۲۰۱۶ م کال کې کریس ووکس د سریلانکا خلاف ۹۵ منډې جوړې کړې وې، همدغه رز سم کران ۹۵، انډري رسل او نیتن کورټرنیل هم په اتمه ویکټ ۹۲ منډې جوړې کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ