د شل اوریزو لوبو دچټکو سلیزو په لیست کې ځاځي هم شتون لري | خبریال

د شل اوریزو لوبو دچټکو سلیزو په لیست کې ځاځي هم شتون لري

خبریال وېبپاڼه / د شل اوریزي لوبو فارمټ نسبت د نورو فارمټونو څخه چټکي وي او همیشه لوبغاړې زیات کوشش کوي چي د توپ وهني برخه کي چټکه لوبه ترسره کړي.

د شل اوریزو لوبو هغه لوبغاړي چي په کمو توپونو باندي يي سلیزه ترلاسه کړي په یادو لوبغاړو کي افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي هم شامل دي.

لومړي: په لومړي مقام کي چي په کمو توپونو باندي یي سلیزه جوړه کړي ډیويډ میلر دي.
ډیویډ میلر د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي.
نوموړي د بنګله دیش پر وړاندي په ٢٠١٧ کال کي په شل اوریزه لوبه کي يي ٣٥ توپونو باندي يي چټکه سلیزه جوړه کړه.

دوهم: په دوهم مقام کي چي په کمو توپونو باندي یي سلیزه جوړه کړي روهیت شرما دي.
روهیت شرما د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي.
نوموړي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي په ٢٠١٧ کال کي په شل اوریزه لوبه کي يي ٣٥ توپونو باندي يي چټکه سلیزه جوړه کړه.

دریم: په دریم مقام کي چي په کمو توپونو باندي یي سلیزه جوړه کړي حضرت الله ځاځي دي.
حضرت الله ځاځي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي.
نوموړي د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي پر وړاندي په ٢٠١٩ کال کي په شل اوریزه لوبه کي يي ٤٢ توپونو باندي يي چټکه سلیزه جوړه کړه.

څلورم: په څلورم مقام کي چي په کمو توپونو باندي یي سلیزه جوړه کړي لیم دي.
لیم د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي.
نوموړي د پاکستان کرکټ ملي پر وړاندي په ٢٠٢١ کال کي په شل اوریزه لوبه کي يي ٤٢ توپونو باندي يي چټکه سلیزه جوړه کړه.

پنځم : په پنځم مقام کي چي په کمو توپونو باندي یي سلیزه جوړه کړي ریچارد لیوی دي.
ریچارد د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کړي ده.

نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي په ٢٠١٢ کال کي په شل اوریزه لوبه کي يي ٤٥ توپونو باندي يي چټکه سلیزه جوړه کړه.

دا هغه پنځه لوبغاړي دي کوم چي يي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کي يي چټکي سلیزي يي تر لاسه کړي دي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ