د شبير نوري په کپتانۍ عرب لوبډلې د کابل غوره لیګ سیالیو پای لوبه وګټله | خبریال

د شبير نوري په کپتانۍ عرب لوبډلې د کابل غوره لیګ سیالیو پای لوبه وګټله

خبریال وېبپاڼه / د ایوبي کابل غوره لیګ سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په کابل کې پیل شوې وې، نن د ملي لوبغاړي شبیر نوري په مشرۍ عرب لوبډلې په خپلې اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

پایلوبه کې، چې د عرب او شینوزاده لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د عرب لوبډلې ټاس وګټلو او په خپله یې د بیټینګ پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

د دوی لپاره بهار علي ۳۶، عارف خان ۲۵، شبیر نوري ۲۲، وحید شفق ۱۸ او باطن شاه ۱۷ منډې جوړې کړې.

د شینوزاده لوبډلې لپاره صابر حنیف، محمدالله او لطیف ۲-۲، احمد ولي او ناصر توتاخیل ۱-۱ لوبغاړی وسوځولو.

د یاد هدف په ځواب کې د شینوزاده لوبډلې ښه پیل وانخیست او د سر څو لوبغاړي یې ژر ژر له لاسه ورکړل، صدیق پاچا او ناصر توتاخیل که څه هم د ۸۰ منډو ملګرتیا وکړه خو بیا یې هم خپله لوبډله بریا ته ونشوای رسولی او په ۲۲ منډو یې ماتې وخوړه.

د دې لوبډلې لپاره صدیق پاچا یو ځل بیا تر پایه ودرېد، ۵۵ منډې یې جوړې کړې، د نوموړي ترڅنګ ناصر توتاخیل هم ۳۰ منډې جوړې کړې.

د عرب لوبډلې لپاره وفي الله ۴، ضمیر خان او باطن شاه ۲-۲ او کریم صادق ۱ لوبغاړی وسوځولو. وفي الله د ښه بالینګ له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

صدیق الله پاچا چې، د ۶۷ منډو په اوسط او ۱۷۰ سټرایک رېټ سره په ۷ لوبو کې د ۵ نیمه سلیزو په مټ ۳۳۵ منډې جوړې کړې وې، د سیالیوغوره بیټسمین ونومول شو.

داود احمدزی بیا د ۱۵ وېکټو په اخیستو سره د سیالیو غوره بالر ونومول شو.

آصف موسی زی ته د ډېرو شپږیزو، یوسف شاه زرمتي ته د غوره کېچ او عصمت عالم ته د ۱۱ وېکټو او ۱۰۹ منډو په جوړولو سره د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

عرب لوبډله اتله او شینوزاده لوبډلې دویم مقام خپل کړ. د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ دوه اونۍ وړاندې پیل شوې وې چې پکې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي ولوبېدل.

د ملي لوبغاړو ترڅنګ پکې د کورني کرکټ ډېر شمېر هغه ځوان لوبغاړي چې، په لوړ لېول کرکټ کې ډېره موقع نشي ترلاسه کولای، ولوبېدل چې د ځوانو لوبغاړو د روزنې او په ټوله کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېر ښه تمامیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ