انګلستان د پاکستان پر وړاندي نن دوهمه ٢٠ اوریزه لوبه ترسره کوي
خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د یورځینو لوبو د سریز وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سریز پیل شو.
د یادو لوبډلو ترمنځ د دوهمه شل اوریزه نن ماښام شپږ بجي ترسره کیږي.
انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د شل اوریزو لوبو د لوبلړي څخه مخکي په یورځني لوبو کې پاکستانۍ لوبډله وايټ واش کړه خو د شل اوریزو لوبو د سریز په لومړي لوبه کې يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي څخه ماتې وخوړه.
لومړۍ شل اوریزي لوبي جزییات
د یادي لوبي ټاس یا بچه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډله ته ورکړه.
پاکستان کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شو شل اورونو کي يي د شپږ لوبغاړو په زیان يي ٢٣٢ منډې ترلاسه کړي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ٢٣٣ منډو هدف ورکړه.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي لوبډلمشر بابر اعظم په ٤٩ توپونو باندي يي ٨٥ منډې ترلاسه کړي او محمد رضوان بیا په ٤١ توپونو باندي يي ٦٣ منډې ترلاسه کړي.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي ټام کرن دوه ویکټې لیوز او ډیویډ ویلي یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
انګلستان کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ١٩.٢ اورونو کي یي ٢٠١ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د پاکستان کرکټ لوبډلي د ٣١ منډو په توپیر وکټله.
انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لیم ترټولو غوره توپ وهنه ترسره کړه خو لوبډله يي بریا ته ونه شوه رسولي، نوموړي په ٤٣ توپونو باندي يي ١٠٣ منډې ترلاسه کړي وي.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي شاهین افریدي او شاداب خان دري دري ویکټې ترلاسه کړي.
د لوبي غوره لوبغاړي شاهین افریدي وټاکل شو.
د یادو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه نن ماښام شپږ بجي ترسره کیږي.
په یاده لوبه کي به انګلستان کرکټ ملي لوبډله کوشش کوي تر څو بریا ترلاسه کړي ځکه چي په لومړي شل اوریزه لوبه کي پاکستان لوبډلي بریا خپله کړي وه.