هغه لوبغاړي چي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي په ٥٠ اوریزو لوبو کي زیاتي سلیزې يي هم ترلاسه کړي | خبریال

هغه لوبغاړي چي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي په ٥٠ اوریزو لوبو کي زیاتي سلیزې يي هم ترلاسه کړي

خبریال وېبپاڼه / هغه لوبغاړي چي د ویکټ ساتني ترڅنګ يي په ٥٠ اوریزو لوبو کي زیاتي سلیزې يي هم ترلاسه کړي.

د کرکټ په نړۍ کې درې ډوله نړیوالې لوبې شاملې دي، چې په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو وېشل شوي دي.

دلته هغه وېکټ ساتونکي درپېژنو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د وېکټ ساتونکي توپوهونکي په حېث زیاتې سلیزې وهلي دي.

کومار سنګاکارا

د سریلانکا یو تقاعد شوی لوبغاړی دی، چې اوسمهال ۴۳ کاله عمر لري، د سریلانکا لپاره لوبډلمشري هم کړې او وېکټ ساتنه یې هم ترسره کړې ده.

ده د وېکټ ساتونکي توپوهونکي په توګه له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ پورې د سریلانکا لپاره ۲۳ سلیزې وهلي او د خپل کرکټ په کېرېئر کې یې د خپلې لوبډلې لپاره په یو ورځنیو لوبو کې ۹۳ پنځوسیزې هم جوړې کړي دي.

خو په یو ورځنیو لوبو کې یې ټولې ۲۵ سلیزې وهلي، چې یواځې ۲۳ لوبو کې یې وېکټ ساتونکی هم و.

کوېنټن ډیکاک

د سویلي افریقا ۲۸ کلن کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، چې په ۲۰۱۳ کې یې د افریقا لپاره یو ورځنۍ نړیوالې لوبې پیل کړي او تر اوسه په دې لوبو کې لګیا دی.

نوموړي د ۲۰۲۱ کال تر جمعې ورځې پورې د وېکټ ساتونکي په توګه په یو ورځنیو لوبو کې ۱۶ سلیزې وهلي دي.

ادم ګېل کرېسټ

د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی دی، چې اوس ۴۹ کاله عمر لري، دی د اسټرالیا لوبډلمشر او هم یې وېکټ ساتونکی پاتې شوی دی.

نوموړي د وېکټ ساتونکي توپوهونکي په توګه په یو ورځنیو لوبو کې ۱۶ سلیزې وهلي دي.

ده په ۱۹۹۶ کې د اسټرالیا لپاره یو ورځنۍ لوبې پیل کړې وې او په ۲۰۰۸ کې یې لوبې پرېښودې.

ایم اېس ډوني

ایم اېس ډوني د هندوستان ۴۰ کلن لوبغاړی دی، چې په ۲۰۰۴ کې لوبو ته راغی او په ۲۰۱۹ کې یې وروستۍ لوبه د نیوزیلېنډ پر وړاندې وکړه.

ده د وېکټ ساتونکي په توګه د هند لپاره په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰ سلیزې وهلي دي.

اې بي ډیویلیرس

د سویلي افریقا ۳۷ کلن لوبغاړی دی، چې په ۲۰۰۵ کې یې د افریقا لپاره د لوبو پیل وکړ او په ۲۰۱۸ کې یې لوبې پرېښودې، ده د وېکټ ساتونکي په توګه په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰ سلیزې وهلي دي.

شی هوپ

د ویسټ انډیز ۲۷ کلن لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۶ کې یې د یو ورځنیو لوبو پیل کړی دی او تر دې دمه د ویسټ انډیز لپاره لوبېږي.

نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز لپاره د وېکټ ساتونکي په توګه ۱۰ سلیزې وهلي دي او ځان یې مطرح کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ