هغه لوبغاړي چي په ٢٠٢١ز کې تر ټولو ډېر په صفر سوځېدلي | خبریال

هغه لوبغاړي چي په ٢٠٢١ز کې تر ټولو ډېر په صفر سوځېدلي

خبریال وېبپاڼه /په شل اووريز کريکټ کې داسي لوبغاړي سته چې څو ځلې پرلپسې په بېله کومي منډي سوځېدلي وي.

په ٢٠٢١ز کې ټول هغه تجارتي لېګونه ترسره سوه ياهم ترسره کېږي کوم چې په ٢٠٢٠ز کې د کرونا وېروس له کبله ځنډېدلي وه.

اوس د کريکټ په دې دور کې تر بل هر ډول لوبو شل اووریز تجارتي کریکټ مخ په وړاندې روان دی او مينوال هم لري.

په روان کال کې درې داسې لوبغاړي سته چې تر نورو لوبغاړو ډېر په صفر سوځېدلي دي.

د دوی له جملې څخه ويسټ انډېزی ويکيټ ساتونکی او بې رحمه توپوهونکی نيکولای پوران دی چې ٥ ځلې يې خپله ويکټه بېله کومي منډې له لاسه ورکړې.

راشدخان چې په نړيواله کچه يو لوی نوم دی او د توپ اچوونې مينوال يې خورا ډېر دي همداسې بريدګره توپوهنه هم ترسره کوي،دی هم روان کال پنځه ځلې په صفر سوځېدلی دی.

د نيکولاس پوران او راشدخان په څېر نديف چودري هم پنځه ځلې په صفر سوځېدلی دی.

تر اوسه لا د ای پي ايل پاتې لوبې،شل اووريز نړيوال جام،بيګباش او نور تجارتي لېګونه ندي ترسره سوي،نو کېدلای سي د روان کال تر پايه د دوی پرځای نور لوبغاړې په صفر کې د سوځېدونکو توپوهونکو په نوملړ کې رامخته سي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ