د انګلستان کرکټ بورډ د ایون مورګن په اړه تازه څرکندوني کړي | خبریال

د انګلستان کرکټ بورډ د ایون مورګن په اړه تازه څرکندوني کړي

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان د کرکټ بورډ د رهبرۍ غړي وایي چې انګلستان خورا ښه او مناسب لوبغاړي لري؛ چې کولای شي د لوبې حالت بدل کړي.

دوی ویلي چې اېوېن مورګن او معین علي ډېر وخت کېږي، چې په لوبډله کې یې داسې اننګز نه دی لوبولی چې د انګلستان سترګې پرې خوږې شي.

اېوېن مورګن له اوږده وخت راهیسې د لوبډلمشر ترڅنګ په لوبډله کې د منځني هیټر او فېنېشر رول لوبوي؛ خو ډېره پورې یې په لوبډله کې دغه رول په درست ډول نه دی ادا کړی.

د انګلستان د کرکټ بورډ غړي وایي چې انګلستان له پاکستان څخه د بېن سټوکس په لوبډلمشرۍ کې درې یو ورځنۍ لوبې په کمزورو لوبغاړو وګټلې او پاکستان یې کلین سویپ کړ.

خو په شل اوریزو لوبو کې د انګلستان لپاره یواځې لیام لیوېنګسټن خپله وړتیا څرګنده کړه او د پاکستان فسټ، میډیم او سپېن بالران یې وټکول.

اېوېن مورګن د پاکستان پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د جولای په ۱۷ مه د جمعې په ورځ په ۱۶ توپونو ۱۶ منډې وکړې او په داسې حال کې چې دې وخت کې له لېوېنګسټن سره د اېوېن مورګن ملګرتیا ته ډېره اړتیا وه؛ خو مورګن یواځې یوه شپږیزه ووهله او په ۱۶ منډو رخصت شو، دا مهال ټوله ذمه واري په لېوېنګسټن شوه.

دې وخت کې مورګن ته پکار وه، چې تر پنځوسو یا هم تر دېرشو منډې یې د انګلستان لپاره جوړې کړې وې.

خو نوموړی د فېنېشر په رول کې ناکام شو او همدا علت و، چې انګلستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماته وخوړه.

بل پلو معین علي د لوبډلې یو هیټر لوبغاړی دی، چې د توپوهونکي رول ورکړل شوی دی، خو په دې لوبه کې یې د انګلستان لپاره یواځې یوه منډه وکړه او نور ولاړ.

ډېوېډ ملن یوه منډه وکړه، بېرسټو ۱۱ منډې وکړې او جېسن رای ۳۳ منډې جوړې کړې.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې ښایي د مورګن رول تر یو کال وي او بیا به یې په اړه غور وشي.

که په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې بېن سټوکس او جاس بټلر وای؛ نو لوبه یې په ډاډه ډول ګټلی شوای.

یاد کرکټ بورډ زیاتوي دا د مورګن لپاره وروستۍ موقع ده، چې ځان پر څوکۍ له کېناستلو وژغوري او نړیوال جام کې ولوبېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ