نوین الحق د بلاسټ سیالیو سفر په بریالیتوب پای ته ورسوه | خبریال

نوین الحق د بلاسټ سیالیو سفر په بریالیتوب پای ته ورسوه

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي فاسټ بالر نوين الحق تېره شپه د خپل کرير سلمه لوبه کې ولوبيد او په همدې لوبې سره يې د انګلينډ په ويټاليټي بلاسټ لوبو کې خپل سفر پای ته ورسوه.

نوين په لسو فرسټ کلاس، ۲۳ لسټ ای او ۶۷ شل اوریزه لوبو کې لوبيدلی چې د تېرې شپې لوبه یې د کرير سلمه لوبه وه او نوموړي پکې د خپلې لوبډلې لپاره دوه ويکټې واخيستې او ليېسترشاير لوبډلې پکې بريا خپله کړه.

له لوبې وروسته نوين وليکل چې د سلمې لوبې له امله مې ځانګړې ورځ وه او دا چې مو لوبه وګټله دا ورځ يې له کبله لا يادګاري شوه.

د نوين الحق په دې پوسټ د لوبډلې يو غير رسمي اکاونټ له هغه د نوموړي د هڅو ستاينه کړې او له هغه يې د لوبډلې سره د بل سيزن لپاره د يو ځای کېد پوښتنه کړې، چې نوين يې ځواب کې د هو سر ښورولی.

نوين په دې وروستيو کې تجارتي لوبو کې ښه نوم لري او د ويټاليټي بلاسټ ترڅنګ په کرابين ليګ او ټي ټېن کې هم لوبيدلی چې ښې لوبې يې نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه سږکال د خپلې لوبډلې لپاره په ويټاليټي بلاسټ لوبو کې ۱۴ لوبې وکړې او ترټولو بالرانو ډيرې ۲۶ ویکټې یې واخيستې خو لوبډله يې د ډيرو ماتو له امله له مخکې تګ بې برخې شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ