د افغانستان لپاره د یورځینو لوبو غوره توپ وهونکي | خبریال

د افغانستان لپاره د یورځینو لوبو غوره توپ وهونکي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل، هغه لوبغاړی دی، چې د ملې لوبډلې لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو زیاتې منډې جوړې کړې دي.

محمدنبي په ۱۲۷ یو ورځنیو لوبو کې ۲۸۱۷ منډې جوړې کړې او په دې فارمټ کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.

په یو ورځنیو لوبو کې لس مخکښ منډه جوړونکي افغان لوبغاړي

لومړي: محمدنبي چي په ۱۲۷ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۲۸۱۷ منډې جوړې کړې دي.

دوهم: محمد.شهزاد چي په ۸۴ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۲۷۲۷ منډې جوړې کړې دي.

دریم: رحمت‌ شاه چي په ۷۶ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې ۲۴۶۷ منډې جوړې کړې دي.

څلورم:اصغر افغان چي په ۱۱۴ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۲۴۲۴ منډې جوړې کړې دي.

پنځم: سمیع‌الله شینواري چي په ۸۴ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۱۸۱۱ منډې جوړې کړې دي.

شپږم: نجیب‌الله ځدران.چي په ۷۰ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۱۶۱۵ منډې جوړې کړې دي.

اووم:.نورعلي‌ځدران چي په ۵۱ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۱۲۱۶ منډې جوړې کړې دي.

اتم:.هشمت‌الله شهیدي چي په ۴۱ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۱۱۵۴ منډې جوړې کړې دي.

نهم: نوروز منګل چي په ۴۹ یوورځنیو نړیوالو لوبو کې یې ۱۱۳۹ منډې جوړې کړې دي.

لسم: ګلبدین نایب چي په ۶۸ نړیوالو یوورځنیو لوبو کې یې ۱۰۷۹ منډې جوړې کړې دي.

دا هغه لوبغاړي دي کوم چي يي په یورځینو یا پنځوس اوریزه لوبو کي د افغانستان لوبډلي لپاره زیاتي منډې ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ