راشد خان د پنځو کالو راهیسي مي یواځي ٢٥ ورځي مي کور کي تیرې کړي | خبریال

راشد خان د پنځو کالو راهیسي مي یواځي ٢٥ ورځي مي کور کي تیرې کړي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان ستوری راشد خان د کرکټ نړۍ پياوړی بالر دی چې په شل اوريزو لوبو کې د نړۍ د بالرانو تر منځ مخکښ نوم يادېږي.

هغه په تجارتي سياليو: ای پي ايل، بېګ باش، پاکستان سوپر ليګ، افغانستان پرېمرليګ او ګڼو نورو ليګونو کې لوبېدلی او په خپلو ښکلو لوبو يې د نړۍ په لر و بر کې ګڼ شمېر مينه وال پيداکړي دي.

د راشد دغه بوختياو نوموړی نه دی پرېښی چې خپلې کورنۍ ته کافي وخت ورکړي او شپې ورځې ورسره تېرې کړي.

هغه د ګارډين ورځپاڼې سره په مرکه کې په خپل ژوند غږېدلی او ځينې نوې خبرې يې کړي دي.

راشد يادې ورځپاڼې سره د مرکې په يوه برخه کې ويلي:

” په وروستيو پنځه کلونو کې مې شاوخوا ۲۵ ورځې له خپلې کورنۍ سره تېرې کړې دي، دومره موقع مې نه ده پېداکړې چې کورنۍ سره مې خپلې لاس ته راوړنې ولمانځم ځکه ډېر مصروف وم.

ما خپلې کاميابۍ هېرې کړې چې دا مې ځينې وخت ځوروي هم، ما کافي وخت پېدانکړ چې خپلې کورنۍ سره پاتې شم، خو په ورته وخت کې دا زما د کرير پيل دی او په دې لار کې بايد ځينې ستونزې وګالم”.

راشد خان چې په دې وروستيو کې د افغان لوبډلې د شل اوريز فارمټ لوبو کپتان وټاکل شو، هيله مند دی چې افغانستان په خپل کور کې د نړيوالو لوبو کوربتوب وکړي.

افغانستان په کور دننه د شته امنيتي ستونزو له امله نه دی توانېدلی هېواد کې د نړيوالو لوبو کوربتوب وکړي او د خپلو نړيوالو لوبو کوربتوب په متحده عربي اماراتو او هند کې کوي.

راشد وايي:

” زه چې کله چېرته ځم نړيوال لوبغاړي په خپل کور کې د خپلو خلکو تر مخ لوبې کوي، خلک مينه ورکوي او تشويقوي يې.

مونږ هم په خپل هېواد کې دغه څه غواړو. زمونږ خلک کرکټ او سپورت سره مينه لري، که چيرې پخپل هيواد کې کوم سيريز برابر شي نو سخت خوند به وکړي، باور لرم چې کيناستو ته به هيڅ خالي ځای پيدا نه شي”.

راشد اوس‌مهال په انګلینډ کې دی او په ويټاليټي بلاسټ کې يې له خپلې لوبډلې سسيکس سره يې يوازې دوه لوبې وکړې، هغه به له يادو سياليو وروسته د چهارشنبې په ورځ پيليدونکي سل باليز کرکټ ليګ کې هم ګډون وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ