بنګله دیش او زمبابوي نن دریمه یورځنۍ لوبه ترسره کوي | خبریال

بنګله دیش او زمبابوي نن دریمه یورځنۍ لوبه ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه / بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله او زمبابوي کرکټ ملي لوبډله د یورځینو لوبو د لوبلړي دریمه یورځني لوبه نن ترسره کیږي، یاده لوبه نن غرمه دولس بجي ترسره کیږي.

د دوهمي یورځینۍ لوبي جزییات

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یاد سریز دوهمه یورځنۍ لوبه نن ورځ ترسره شوه.

په یاده لوبه کې ټاس یا بچه د زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان يي ٢٤٠ منډې ترلاسه کړي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ٢٤١ منډې هدف په پنځوس اورونو کې وټاکه.

د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ویسلي او برینډون ټایلر ښه توپ وهنه ترسره کړه. ویسلي په ٦٣ توپونو باندي يي ٥٦ منډې ترلاسه کړي او برینډون ټایلر په ٥٧ توپونو باندي يي ٤٦ منډې ترلاسه کړي.

دبنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي شریفول اسلام څلور ویکټې او شکیب الخسن بیا دوه ویکټې ترلاسه کړي.

بنګله دیش لوبډله توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د اووه لوبغاړو په زیان يي په ٤٩.١ اورونو کي يي ٢٤٢ منډې ترلاسه کړي او لوبه يي د بنګله دیش کرکټ لوبډلي څخه د دریو ویکټو په شتون کي وکټله.

د بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره شکیب الخسن غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ١٠٩ توپونو باندي يي ٩٦ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوګ جنکوي غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په اتو اورونو کي يي د ٤٦ منډو په ورکولو سره يي دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي شکیب الخسن وټاکل شو نوموړي د بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي په ١٠٩ توپونو باندي يي ٩٦ منډې ترلاسه کړي وي.

همدارنګه د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو په لوبلړي کې لومړۍ لوبه د یادو لوبډلو ترسره شوي وه په یاده لوبه کي بنګله دیش لوبډلي بریا کړي .

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ