د نړیوال شل اوریز جام بشپړ مهالویش اعلان شو | خبریال

د نړیوال شل اوریز جام بشپړ مهالویش اعلان شو

خبریال وېبپاڼه / د ۲۰۲۱م کال شل اوریزه نړیوال جام کې د افعان لوبډلې بشپړ مهالویش اعلان شو.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱م کال شل اوریزه نړیوال جام د روان کال اکتوبر او نومبر میاشتو کې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

افغان لوبډله د شل اوریزه نړیوال جام په «۲» دوهم ګروپ کې له پاکستان، هندوستان او نیوزیلینډ سره لوبیږي چې دوه لوبډلې به د کوالیفای راونډ د لارې دغه ګروپ ته لار پیدا کړي.

شل اوریزه نړیوال جام کې ټولټال «۱۲» لوبډلې ګډون کوي چې ۶ یې په لومړي او ۶ یې په دوهم ګروپ کې لوبیږي.

افغانستان به د شل اوریزه نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه د «ب» ګروپ څخه کوالیفای شوي دوهمې لوبډلې خلاف ترسره کړي.

افغانستان به خپله دوهمه لوبه د اکتوبر په ۲۸ مه نېټه د «ب» ګروپ څخه په لومړي مقام کوالیفای شوي لوبډلې خلاف ترسره کړي.

افغانستان به خپله دریمه لوبه د نومبر په لومړۍ نېټه د هندوستان خلاف ترسره کړي، پداسې حال کې چې خپله څلورمه لوبه به د نومبر په څلورمه نېټه د پاکستان خلاف ترسره کړي.

افغانستان به د ګروپ خپله وروستۍ لوبه د نومبر په اتمه نېټه د نیوزیلینډ خلاف ترسره کړي.

باید یاده کړو چې د شل اوریزه فارمټ ۸ هغه لوبډلې چې په درجه بندۍ کې تر اتم مقام راغلې وې پرته د کوالیفای راونډ په نړیوال جام کې ګډون کوي.

چې عبارت یې افغانستان، پاکستان، هندوستان، نیوزیلینډ، استرالیا، سویلي افریقا، انګلستان او ویسټ انډیز لوبډلې دي.

خو بنګله دیش، سریلانکا، ایرلینډ، زمبابوې، نیدرلینډ، نیمبیا، سکاټلینډ، عمان او پاپیوګیني هغه هېوادونو دي چې د کوالیفای راونډر سیالۍ وروسته به له یادو ۱۰ لوبډلو یوازې څلور لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کړي چې دوه به لومړي او دوه به دوهم ګروپ کې ولوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ