د انګلستان او پاکستان ترمنځ برخلیک ټاکونکي لوبه نن ترسره کیږي | خبریال

د انګلستان او پاکستان ترمنځ برخلیک ټاکونکي لوبه نن ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د یورځینو لوبو د سریز وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سریز پیل شو.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د شل اوریزو لوبو د لوبلړي څخه مخکي په یورځني لوبو کې پاکستانۍ لوبډله وايټ واش کړه خو د شل اوریزو لوبو د سریز په لومړي لوبه کې يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي څخه ماتې وخوړه.

د یادو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه پاکستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي وه خو دوهمه شل اوریزه لوبه تري بیرته انګلستان کرکټ لوبډلي وکټله.

د یادو لوبډلو ترمنځ برخلیک ټاکونکي لوبه نن شپه لس بجي ترسره کیږي.

د دوهمي شل اوریزي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د انګلستان کرکټ ملي لوبډله ته ورکړه.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلي په ١٩.٥ اورونو کي کي يي د ټولو لوبغاړو په زیان يي ٢٠٠ منډې ترلاسه کړي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ٢٠١ منډو هدف ورکړه.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي جوز بټلر په ٣٩ توپونو باندي يي ٥٩ منډې ترلاسه کړي او لیم بیا په ٢٣ توپونو باندي يي ٣٨ منډې ترلاسه کړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي محمد حسینن دري ویکټې ایماد وسیم او خارث روف دوه دوه ویکټي ترلاسه کړي.

پاکستان کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د نهو لوبغاړو په زیان يي په ٢٠ اورونو کي یي ١٥٥ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د ٤٥ منډو په توپیر وکټله.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ثاقب محمود ترټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي دري ویکټي ترلاسه کړي او عادل رشید او معین علی دوه دوه ویکټي ترلاسه کړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي محمد رضوان ٣٧ او شاداب خان ٣٦ منډې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي معین علی وټاکل شو. نوموړي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي په ١٦ توپونو باندي يي ٣٦ منډې ترلاسه کړي او په توپ اچونه کي يي د ٣٢ منډو په ورکولو سره يي دوه ویکټې يي ترلاسه کړي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ