د کرکټ نړيوالې شورا دري نورو هیوادونو ته دوهمه درجه غړیتوب ورکړه | خبریال

د کرکټ نړيوالې شورا دري نورو هیوادونو ته دوهمه درجه غړیتوب ورکړه

خبریال وېبپاڼه / درې نورو هيوادونو ته د کرکټ نړيوالې شورا دوهمه درجه غړيتوب ورکړل شو.

د کرکټ نړيوالې شورا په ۷۸ کلنۍ غونډه کې چې نن په انلاين بڼه وشوه، درې نورو هيوادونو ته د يادې شورا دوهمه درجه غړيتوب ورکړل شو.

منګوليا، تاجکستان او سويزرلينډ هغه لوبډلې دي چې تازه د کرکټ نړيوالې شورا له لوري دوهمه درجه غړيتوب ورکولو سره د يادې شورا د غړو هيوادونو شمېر ۱۰۶ ته ورسيدو.

منګولیا دوه‌ويشتم او تاجکستان درويشتم اسيايي هيواد او سویزرلینډ بيا د اروپا پنځه ديرشم هيواد شو چې د کرکټ نړيوالې شورا غړيتوب ترلاسه کوي.

دغه راز د يوې بلې پريکړې له مخې کرکټ نړيوالې شورا د زمبيا هيواد غړيتوب لغوه کړ او د روسيې غړيتوب يې وځنډوه.

کرکټ نړيواله شورا اوس مهال ۱۰۶ غړي هيوادونه لري چې ۹۶ يې دوهمه درجه او ۱۲ نور يې بشپړ غړيتوب لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ