بنګله دیش لوبډلي په یورځینو لوبو کي زیمبابوي لوبډله وايټ واش کړه | خبریال

بنګله دیش لوبډلي په یورځینو لوبو کي زیمبابوي لوبډله وايټ واش کړه

خبریال وېبپاڼه / بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله او زمبابوي کرکټ ملي لوبډله د یورځینو لوبو د لوبلړي دریمه یورځني لوبه نن ترسره شوه ، یاده لوبه کي بنګله دیش لوبډله وتوانیده چي زیمبابوي د یورځینو لوبو سریز کي دري سر په سر ماتې ورکړي او سریز يي په خپل نوم کړه.

د دریمي یورځینۍ لوبي جزییات

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یاد سریز دریمه یورځنۍ لوبه نن ورځ ترسره شوه.

په یاده لوبه کې ټاس یا بچه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د زیمبابوي کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي کې د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ٤٩.٣ اورونو کي يي ٢٩٨ منډې ترلاسه کړي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره يي ٢٩٩ منډې هدف په پنځوس اورونو کې وټاکه.

د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ریکس چکابوا، راین برول او سکندر رضا ښه توپ وهنه ترسره کړه. چکابوا په ٩١ توپونو باندي يي ٨٤ منډې ترلاسه کړي ،راین برول په ٤٣ توپونو باندي يي ٥٩ منډې ترلاسه کړي او سکندر رضا ٥٤ توپونو باندي يي ٥٧ منډې ترلاسه کړي.

دبنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي مستفیض الرحمن او محمد سیف الدین دري ویکټې او محمد الله بیا دوه ویکټې ترلاسه کړي.

بنګله دیش لوبډله توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د پنځو لوبغاړو په زیان يي په ٤٨ اورونو کي يي ٣٠٢ منډې ترلاسه کړي او لوبه يي د زمبابوي ملي کرکټ لوبډلي څخه د پنځو ویکټو په شتون کي وکټله.

د بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره تیمیم اقبال غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ٩٧ توپونو باندي يي ١١٢ منډې ترلاسه کړي.

د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي لپاره ویسلي او ډونالډ تراپیانو دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي تیمیم اقبال وټاکل شو نوموړي د بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي په ٩٧ توپونو باندي يي ١١٢ منډې ترلاسه کړي وي.

همدارنګه د یاد سریز غوره لوبغاړي شکیب الحسن وټاګل شو.

د یادولو وړ ده چي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي په یورځینو لوبو کي زیمبابوي لوبډله وایټ واش کړه او سریز يي تري وکټي.

همدارنګه د یادو لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو د سریز څخه وروسته د شل اوریزو لوبو سریز هم ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ