انګلستان د پاکستان څخه د یورځینو لوبو د سریز وروسته د شل اوریزو لوبو سریز هم وکټه | خبریال

انګلستان د پاکستان څخه د یورځینو لوبو د سریز وروسته د شل اوریزو لوبو سریز هم وکټه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د یورځینو لوبو د سریز وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سریز پیل شو.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د شل اوریزو لوبو د لوبلړي څخه مخکي په یورځني لوبو کې پاکستانۍ لوبډله وايټ واش کړه خو د شل اوریزو لوبو د سریز په لومړي لوبه کې يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي څخه ماتې وخوړه.

د یادو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه پاکستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي وه خو دوهمه شل اوریزه لوبه تري بیرته انګلستان کرکټ لوبډلي وکټله. او همدارنګه دریمه شل اوریزه لوبه هم تیره شپه انګلستان کرکټ ملي لوبډلي وکټه او سریز د دوه پر یو مخکوالي سره په خپل نوم کړه.

د یادو لوبډلو ترمنځ برخلیک ټاکونکي لوبه تیره شپه لس بجي ترسره شوه چي انګلستان کرکټ ملي لوبډلي پکي پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته ماتې ورکړه او سریز يي په خپل نوم کړه.

د دریمي شل اوریزي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي د انګلستان کرکټ ملي لوبډله ته ورکړه.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلي په ٢٠ اورونو کي کي يي د شپږ لوبغاړو په زیان يي ١٥٤ منډې ترلاسه کړي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ١٥٥ منډو هدف ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي محمد رضوان په ٥٧ توپونو باندي يي ٧٦ منډې ترلاسه کړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي عادل رشید څلور ویکټې ویکټې او معین علي یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د اوو لوبغاړو په زیان يي په ١٩.٤ اورونو کي یي ١٥٥ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د دري ویکټو په شتون کي وکټله.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره محمد حفیظ ترټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي دري ویکټي ترلاسه کړي او شاداب او ایماد وسیم یوه یوه ویکټي ترلاسه کړه.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي جیسن روی ٣٦ توپونو باندي يي ٦٤ او ډیويډ میلن ٣٣ توپونو باندي يي ٣١ منډې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي جیسن روی وټاکل شو. نوموړي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي په ٣٦ توپونو باندي يي ٦٤ منډې ترلاسه کړي وي.

همدارنګه د ټول سریز غوره لوبغاړي لیم وټاکل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ