اسټرالیا او ویسټ انډیز نن دوهمه ٥٠ اوریزه لوبه ترسره کوي | خبریال

اسټرالیا او ویسټ انډیز نن دوهمه ٥٠ اوریزه لوبه ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه / د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو د سریز وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو سریز پیل شو چي لومړۍ یورځینۍ لوبه يي تیره شپه ترسره شوه چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي پکي ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د یادو لوبډلو ترمنځ دوهمه یورځینۍ لوبه نن شپه لس بجي ترسره کیږي.

د لومړۍ یورځینۍ لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي ته ورکړه.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي د نهو لوبغاړو په زیان يي په ٤٩ اورونو کي يي ٢٥٢ منډې ترلاسه کړي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ٢٥٣ منډو هدف په ٥٠ اورونو کي ورکړه.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي الیکس هیري ٨٧ توپونو باندي يي ٦٧ منډې او اشټون ټرنیر په ٤٥ توپونو باندي يي ٤٩ منډې ترلاسه کړي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره هایډین والش غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي پنځه ویکټې ترلاسه کړي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ٢٦.٢ اورونو کي يي ١٢٣ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ١٣٣ منډو په توپیر وکټله

د اسټرالیا کرکټ لوبډلي لپاره میچل سټارک بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په اتو اورونو کي يي د ٤٨ منډو په ورکولو سره يي پنځه ویکټې ترلاسه کړي او لوبډله يي تر بریا ورسوله.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي میچل سټارک ونومول شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ