سنډيپ لمچني د سل بالیز لیګ څخه په ناڅاپی ډول بهر کړی شوي دي | خبریال

سنډيپ لمچني د سل بالیز لیګ څخه په ناڅاپی ډول بهر کړی شوي دي

خبریال وېبپاڼه /نيپالي سپينر سنډيپ لمچني چې د ويزې د ستونزې له امله د انګلينډ په ويټاليټي بلاسټ لوبو کې هم ګډون ونه شو کړای، د هماغې ستونزې له امله له سل باليز کرکټ ليګ څخه هم بهر شو.

لمچني څو ورځې وړاندې انګلینډ ته رسيدلی وو او د قرنطين له لسو ورځو څخه اته یې تېرې کړې وې چې د انګلینډ د کرکټ بورډ له لوري ورته ويل شوي، ويزه يې ستونزه لري او بايد په بيړني ډول ياد هيواد پريږدي.

سنډيپ د يادې موضوع په اړه ويلي چې هر کار کيدل ممکن دي خو لږ تر لږه د انګلينډ کرکټ بورډ باید هغه ته واضح ځواب ورکړي چې انګلينډ ته په ويزه تللی، اته ورځې يې قرنطين کې تېرې کړي خو اوس د ويزې ستونزه له کومه شوه ؟

د انګلینډ د کرکټ بورډ يو وياند کرک انفو ته ويلي چې دوی خواشيني دي چې لمچنی سږکال سل باليز کرکټ ليګ کې ګډون نه شي کولی خو تمه ده چې راتلونکې سيزنونو کې به ګډون وکړای شي.

د لمچني پر ځای اووال لوبډلې چې سبا شپه به خپله لومړۍ لوبه د مانچيسټر په وړاندې وکړي، د شل اوريزه لوبو له لومړي نمبر بالر تبريز شمسي سره تړون کړی دی.

د ويلو ده چې د انګلينډ په کوربتوب ښځينه سل باليز کرکټ ليګ نن شپه لس بجې او نارينه ليګ سبا شپه د اووال او مانچيسټر لوبډلو په لوبه پیل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ