د پاکستان لوبډلي سفر انګلستان ته پای ته ورسیده | خبریال

د پاکستان لوبډلي سفر انګلستان ته پای ته ورسیده

خبریال وېبپاڼه / پاکستان لوبډلې چې د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره انګلستان ته سفر کړی و، د اختر په لومړي ماسختن یې سفر پای ته ورسېد.

د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ درې، د صفر پر وړاندې انګلستان یوړه او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم دوه د یو پر وړاندې انګلستان وګټله.

وروستي شل اوریزه لوبه د عادل رشید او معین علي لوبه

درېیمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د عادل رشید د توپ اچونې مقابله ونه شوه کولای، یواځې محمد رضوان ۷۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د پاکستان هدف یې تر ۱۵۵ ورساوه.

د پاکستان د توپوهنې ملا عادل رشید او معین علي ماته کړه، عادل رشید لخوا بابراعظم په ۱۱ منډو، صُهیب مقصود په ۱۳ منډو، محمد حفیظ په یوه منډه، شاداب خان په دوو منډو وسوځول شول او معین علي بیا فخر زمان په ۲۴ منډو رخصت کړ.

نو د پاکستان نیمه لوبډله دوی دواړو وسوځوله او دواړو په ۸ اورونو کې ۵۴ منډې ورکړې.

دوی دواړو وکولای شول، چې یاده لوبډله په ۱۵۴ منډو راحصاره کړي او بالاخره یې د انګلستان توپوهونکو ته زمینه برابره کړه، چې هدف په وروستي اوور کې چېس کړي.

معین علي او عادل رشید اصلاَ پاکستاني دي؛ خو له ډېر پخوا یې کورنۍ انګلستان ته تللي دي او په همدې وجه اوس د انګلستان په لوبډله کې لوبېږي او د هغه ځای یادېږي.

انګلستان د پاکستان ورکړل شوی هدف په وروستي اوور کې د ۷ وېکټو په لوېدو سره د جېسن رای د ۶۴ منډو په مرسته بشپړ کړ او پاکستان ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی جېسن رای او د ټول سیریز غوره لوبغاړی لیام لېوېنګسټن وپېژندل شو.

د جولای په ۲۷ مه ۶ ورځې وروسته پاکستان او ویسټ انډیز په ویسټ انډیز کې د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.

دواړه لوبډلې دوه ټېسټ لوبې هم لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ