سل بالیز کرکټ لیګ کي لومړۍ لوبه ترسره شوه | خبریال

سل بالیز کرکټ لیګ کي لومړۍ لوبه ترسره شوه

خبریال وېبپاڼه / د سل بالیز کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه اوول لوبډلې وګټله.

پرون د سل بالیز کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه، خو دا لوبه د ښځینه لوبډلو ترمنځ وه، چې اوول انوینسیبلس پکې د ۵ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د سل بالیز ښځینه سیالیو لومړۍ لوبه د مانچیسټر اوریجنلز او اوول انوینسیبلس ترمنځ ترسره شوه، چې په پیل کې مانچیسټر اوریجنلز د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

مانچیسټر په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې لیزیلي لي ۴۲ او هرمن پریت کور ۲۹ منډې وکړې. د اوول له خوا تش فرانټ ۳ او مریزان کیپ ۲ ویکټې واخیستې.

د ۱۳۶ منډو هدف د اوول لوبډلې په ۹۸ توپونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه. ډین وان نیکرک ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او مریزین کیپ ۳۸ منډې وکړې. کیټ کراس بیا ۳ لوبغاړې وسوځولې.

ډین وان نیکرک لومړنۍ لوبغاړې شوه چې پنځوسیزه یې ووهله او همدا راز لومړنۍ لوبغاړې شوه چې د غوره لوبغاړې جایزه یې ترلاسه کړه.

نن به د سل بالیز کرکټ لیګ کي د نارینه لوبډلو لوبې پیل شي، چې لومړۍ لوبه به د اوول انوینسیبلس او مانچیسټر اوریجینلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ