مجیب‌ځدان د یوورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کي پرمختګ کړي | خبریال

مجیب‌ځدان د یوورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کي پرمختګ کړي

خبریال وېبپاڼه / مجیب‌ځدان د یوورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کې هم پرمختګ وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یو لړ بدلونونه راغلې دي.

د یادو بدلونونو په اساس د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی مجیب‌‌ځدران له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی، چې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یې هم یو قدم پرمختګ وکړ.

مجیب ځدران مخکې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې درېیم ځای درلود، خو اوس په اعلان شوې تازه درجه بندي کي ورته د ۷۰۸ نمرو په ورکولو سره دویم ځای لري.

په یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوې اعلان شوې درجه بندي

لومړي: ټرینټ بولټ چي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي د کرکټ د نړیوالي شورا څخه د ۷۳۷ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.

دوهم: مجیب‌ځدران چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي هم د کرکټ د نړیوالي شورا څخه د ۷۰۸ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم پرمختګ یې کړی.

دریم: کریس ووکس چي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي د کرکټ د نړیوالي شورا څخه د ۷۰۰ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم پرمختګ یې کړی.

څلورم: مهدي حسن چي د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي د ۶۹۲ نمرو په ترلاسه کولو سره يي دوه قدمه شاه‌تګ یې کړی.

پنځم: ماتي هینري چي د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلي لپاره لوبیږي د ۶۹۱ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.

شپږم: جسپریت بومرا چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبيږي د ۶۸۳ نمرو په ترلاسه کولو سره يي پر خپل پخواني ځای شتون لري.

اووم:جوش هزلوډ چي د اسټرالیا کرکټ لوبډلي لپاره لوبیږي د ۶۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره يي پر خپل پخواني ځای شتون لري.

اتمام: شکیب‌ الحسن چي د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلي لپاره لوبیږي د ۶۵۰ نمرو په ترلاسه کولو سره يي نهه قدمه پرمختګ یې کړی.

نهم: کاګسو ریباډا چي د سویلي افریقا کرکټ لوبډلي لپاره لوبیږي د ۶۴۸ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم شاه‌تګ یې کړی.

لسم: پات کومینز چي د اسټرالیا کرکټ لوبډلي لپاره لوبیږي د ۶۴۶ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم شاه‌تګ یې کړی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ