بنګله دیش په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې زیمبابوي ته جالبه ماتې ورکړه | خبریال

بنګله دیش په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې زیمبابوي ته جالبه ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او زیمبابوي کرکټ لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو وروسته د یادو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سریز پیل شو.

د یادولو وړ ده چي د یورځینو لوبو لوبلړي هم بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي کټلي وه.

د لومړۍ شل اوریزي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس د زیمبابوي لوبډلي وکټه او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچونه يي بنګله دیش کرکټ لوبډلي ته ورکړه.

زیمبابوي لوبډلي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ١٩ اورونو کي يي ١٥٢ منډې ترلاسه کړي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي ته يي په شل اورونو کي يي د ١٥٣ منډې هدف ورکړه.

زیمبابوي کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي چکابوا او ډان ماریس ښه توپ وهنه ترسره کړه، چکابوا په ٢٢ توپونو باندي يي ٤٣ منډې او ډان ماریس په ٢٢ توپونو باندي يي ٣٥ منډې ترلاسه کړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي مستفیض الرحمن په ٤ اورونو کي يي د ٣١ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټې ترلاسه کړي، شریفول اسلام او محمد سیف الدین بیا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي د دوه لوبغاړو په زیان په ١٨.٥ اورونو کې د ١٥٣ منډو په ترلاسه کولو سره یاد هدف پوره کړي او زیمبابوي لوبډلي ته په لومړي شل اوریزه لوبه کي د اتو ویکټو په شتون کې ستره ماتې ورکړي.

د بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي محمد نییم په ٥١ توپونو باندي يي ٦٣ منډې او سومییا سرکار بیا په ٤٥ توپونو باندي يي ٥٠ منډې ترلاسه کړي او لوبډله يي تر بریا ورسوله.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي سومییا سرکار وټاکل شو نوموړي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې ٥٠ منډې ترلاسه کړي او همدارنګه يي په توپ اچونه کي يي یوه ویکټه ترلاسه کړه.

همدارنګه د یادولو وړ ده چي د دواړو لوبډلو ترمنځ د یورځینو لوبو سریز هم ترسره شو چي په یاد سریز کې بنګله دیش کرکټ لوبډلي زیمبابوي کرکټ ملي لوبډله کلین سویب کړه او لوبلړي يي په خپل نوم کړه

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ