لیسټرشایر لوبډلې په پښتو ژبه نوین‌الحق ته د بریا هیله کړې | خبریال

لیسټرشایر لوبډلې په پښتو ژبه نوین‌الحق ته د بریا هیله کړې

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړي نوین‌الحق لوبډلې لیسټرشایر پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې په پښتو ژبه نوین‌الحق ته په راتلونکې کې د ښه لوبېدو هیله کړې.

لیسټرشایر لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د نوین‌الحق د خبرو ویډیو خپره کړې، چې ورسره یې په پښتو ژبه نوین‌الحق ته لیکلې: خدای پامان نوین، ښه بخت په راتلونکي لوبو کې.

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې نوین‌الحق

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې سږ کال افغان لوبغاړی نوین‌الحق د لیسټر شایر لوبډلې سره ولوبېد او څلور ورځې مخکې ورسره وروستۍ لوبه ترسره کړه.

نوین‌الحق له خپلې لوبډلې سره ۱۴ لوبې وکړې او په یادو لوبو کې یې ۲۶ ویکټې واخیستې.

هغه ددې لیګ د زیاتو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو د لیست په سر کې شتون لري او ترټولو لوبغاړو یې زیاتې ویکټې اخیستې دي.

ددې ترڅنګ نوین‌الحق د لیسټرشایر لوبډلې په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې په یوه فصل کې یې د یادې لوبډلې لپاره زیاتې ویکټې اخیستې دي.

تر وروستۍ لوبې وروسته نوین‌الحق پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې د یادې لوبډلې له مسئولینو او لوبغاړو څخه مننه وکړه، چې ورباندي بارو یې وکړ.

دا چې نوین‌الحق د انګلستان په یادو سیالیو کې ترټولو مخکښ ویکټ‌اخیستونکی و، نو لیسټر شایر لوبډلې هم پر خپلې ټویټرپاڼې ورڅخه د ټولو ویکټو په اخیستلو او د زیاتو هڅو کولو په پار مننه کړې ده.

دې لوبډلې د نوین‌الحق لپاره په راتلونکي کې د ښه لوبېدو هیله کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ