د پاکستان پر وړاندي سیالیو لپاره افغان لوبډله | خبریال

د پاکستان پر وړاندي سیالیو لپاره افغان لوبډله

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام د غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې درې یوورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

د یادو سیالیو لپاره چې افغان لوبډلې دوه پړاوه تمرینات هم ترسره کړل او يوه مياشت يې دوام وکړ، ښايي په نږدې ورځو کې افغان لوبډله اعلان شي.

مونږ په دې لیکنه کې د هغو لوبغاړو په اړه درته لیکل کوو چې ښايي د پاکستان په وړاندې سیالیو کې ښه او د لوبډلې په ګټه ثابت شي.

د پیل لپاره باید درې لوبغاړي وټاکل شي، په دریو اوپنرانو کې به ۲ لوبیږي او یو به په بینچ ناست وي او د اړتیا پرمهال به لوبیږي.

په دوه لوبېدونکو اوپنرانو کې به یو داسې وي چې په پیل کې تېزې منډې جوړې کړي او لوبډلې ته ښه سټارټ ورکړي، بل لوبغاړی به بیا د اړتیا سره سم د ویکټې یو اړخ ساتي او اوږده پاڼۍ پسې به ځي چې د لوبډلې په عمومي منډو جوړولو کې مثبت اغېز لري.

په تېرو دوه کیمپونو کې ۶ اوپنرانو شتون درلود، رحمان الله ګربز، جاوید احمدي، عبدالمالک، فرهان ذاخیل، صدیق اتل او عثمان غني. د لوبډلې بل اوپنر ابراهیم ځدراڼ په تمریناتي کیمپ کې شتون نه درلود او په انګلستان کې په سیالیو بوخت وو.

په دریو اوپنرانو کې زمونږ په اند، د یادو ۷ کسانو له ډلې څخه باید یوازې درې کسان وټاکل شي، رحمان الله ګربز د ویکټ کيپر بیټسمین په توګه، ابراهیم ځدراڼ او د دریم اوپنر په توګه به د عثمان غني، صدیق اتل او عبدالمالک څه یو تن ټاکل کیږي.

د دوی له ډلې څخه به صدیق اتل ځکه غوره وي چې هم د چپ لاسي آپشن ورسره پیدا کیږي او هم یې د نورو لوبغاړو په پرتله کارکردګي ښه ده او ترڅنګ يې هغه د ملي لوبډلې سره د سفرونو له امله راتلونکو لوبو لپاره په ښه ډول چمتو کيدلی شي.

د ټاپ او میډل آرډر په نورو پوزېشنونو کې رحمت شاه، حشمت الله، نجیب الله او محمد نبي راځي. دا هغه لوبغاړي دي چې له خورا اوږدې مودې راهیسې د لوبډلې برخه دي، ډېر نړیوال کرکټ یې کړی دی او د لوبډلې د مشرانو لوبغاړو په توګه خپل ځایونه په ښه توګه ډکوي.

له دوی وروسته یو تن فاسټ بالینګ آلرونډر پکار دی چې په اووم پوزېشن لوبه وکړي، په پنځلس کسیزه لوبډله کې داسې ۲ لوبغاړي پکاریږي، حال دا چې په یوولس کسیزه لوبډله کې به یو کس لوبیږي.

د دغه پوزېشن لپاره زمونږ انتخابونه عظمت الله عمرزی او کریم جنت دي، دواړه لوبغاړي د بیټینګ ښې وړتیاوې لري، هم په کراره لوبه کولای شي او هم غټ شاټونه لري چې د اړتیا په صورت کې کولای شي په غټو شاټونو او تېزو منډو پاڼۍ ته ښه پای ورکړي.

په اتم پوزېشن به راشد خان راځي چې د بیټینګ ښه وړتیا لري او د پاڼۍ په ختمولو کې ښه رول اداء کولای شي. له ده وروسته به یو بل سپنر مجیب الرحمن راځي چې په نوي او زاړه بال ښه بالینګ کوي او هم د بیټینګ مناسب وړتیا لري، له دوی وروسته باید ضرور ۲ فاسټ بالران ولوبیږي.

د دې ترڅنګ په احتیاطي لوبغاړو کې یو ویکټ کیپر بیټسمین، یو فاسټ بالر او یوه بل بیټسمین ته اړتیا لیدل کیږي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې د جاوید احمدي، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، آفتاب عالم، دروېش رسولي او یو شمېر نور سینیر او جونیر لوبغاړي د بېکاره فیټنیس، خرابې کاکردګۍ او یو شمېر نورو لاملونو له امله باید په لوبډله کې نه وي او پرځای یې باید ځوانان ولوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ