ميچل سټارک په آی پي ايل کې د نه لوبيدو لامل څرکند کړ | خبریال

ميچل سټارک په آی پي ايل کې د نه لوبيدو لامل څرکند کړ

خبریال وېبپاڼه / د استراليا کرکټ ملي لوبډلي فاسټ بالر ميچل سټارک چې له تېرو څو کلونو راهيسي آی پي ايل کې نه دی لوبيدلی وايي، چې د آی پي ايل وخت يوازينی وخت دی چې نوموړی پکې له ښځې او کورنۍ سره وخت تيروي.

سټارک وايي چې دی او ښځه يې دواړه د کرکټ لوبغاړي دي او دواړه په مختلفو فارمټونو کې لوبيږي چې له امله يې ډيری وخت د لوبو مهال ويش داسې راځي چې يو ترينه مصروف وي.

هغه زياتوي چې تېرو څو کلونو کې يې د آی پي ايل وخت د خپلې کورنۍ سره تېرولو ته ځانګړی کړی او همدې وخت کې يې کوښښ کړی په ذهني ډول د استراليا ملي لوبو ته چمتو اوسي.

سره له دې چې سټارک په ای پي ايل کې نه لوبيدل ملي لوبډلې ته چمتووالی يادوي خو ډيری لوبغاړي بيا ای پي ايل کې لوبيدل ملي لوبو ته ښه چمتوالی گڼي او وايي.

۳۱ کلن مېجل سټارک ۲۷ ځلې په آي پي اېل کې لوبېدلی چې يادو لوبو کې يې ۳۴ لوبغاړي سوځولي هغه لومړی ځل په ۲۰۱۴م کال کې په آی پي اېل کې ولوبېد او وروستی ځل يې په ۲۰۱۵م کال کې آی پي اېل کې لوبه وکړه ، سټارک په آي پي اېن کې د بنګلور او کلکتې لوبډلې لپاره لوبېدلی.

مېچل سټارک اوس مهال د نړۍ يو لۀ چټکو توپ اچوونکو څخه دی چې په اسانۍ کولاي شي د ۱۵۰ سرعت سره توپ اچوونه وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ