په بلاسټ سیالیو کې د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې کواټرفاینل ته ورسیدی | خبریال

په بلاسټ سیالیو کې د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې کواټرفاینل ته ورسیدی

خبریال وېبپاڼه / په بلاسټ سیالیو کې د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې کواټرفاینل ته ولاړې.

د وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې سوداګریزې سیالۍ د جون په ۹ مه په انګلستان کې د اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوې وې.

په دې لوبو کې نوین الحق، قیس احمد، مجیب الرحمن، راشدخان او محمدنبي عیسی خېل ولوبېدل.

د نوین الحق، محمدنبي او مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې بریالۍ نه شوې، چې دویم پړاو ته لار پېدا کړي؛ خو د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې دویم پړاو ته رسېدلي دي.

که څه هم د نوین الحق دې لوبډلې لېسټرشایر د جولای په ۱۸ مه خپله وروستۍ لوبه له ورسېسټرشایر څخه وګټله؛ خو د دې لوبډلې نومرې په جدول کې ۱۲ وې او ونه توانېده چې کواټر فاینل ته لار پېدا کړي.

د مجیب الرحمن دې لوبډلې مېډل سېکس هم خپله وروستۍ لوبه وګټله؛ خو دویم پړاو ته ونه رسېده، همدارنګه د محمد نبي دې اړوند لوبډله نارتمټن شایر هم بهر شوې ده.

خو د قیس احمد دې اړوند لوبډله کېنټ په څلورم کواټر‌فاینل کې له واروېک شایر لوبډلې سره مخ ده، دا لوبه د اګسټ په ۲۷ مه نېټه کېږي، تقریبا شپږ دېرش ورځې دا لوبې په وقفه کې دي.

د اګسټ په ۲۴ مه د راشدخان دې لوبډله سسېکس له یارک شایر سره په لومړۍ کواټرفاینل لوبه کې مخ ده.

په دویمه کواټرفاینل لوبه کې نتېنګهم شایر له همپشایر سره کوي او درېیمه کواټرفاینل لوبه د اګسټ په ۲۶ مه سمرسېټ له لانکا شایر سره لوبه کوي.

له دې اته لوبډلو به څلور نیمه پایلوبو ته وځي.

که څه هم کېنټ لوبډله کې قیس احمد و؛ خو اوس یې په لوبډله کې نوم نه برېښي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ