د افغانستان کرکټ ملي لوبډله وروستيو ۱۸ مياشتو کې | خبریال

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله وروستيو ۱۸ مياشتو کې

خبریال وېبپاڼه / افغانستان وروستيو ۱۸ مياشتو کې ۱۴ لوبې کړي!

نړېوال کرکټ کې د روانې او راتلونکې مياشت لوبې چې پکښې افغانستان نشته.

اسټرالپا له ويسټ انډيز سره د دوه کرکټ سيريزونو وروسته د ريکارډ ۵ شل اوريزه لوبزو لپاره بنګله ديش ته ورځي.

پاکستان انګلستان سره د دوه سيريزونو کولو وروسته راتلونکې اونۍ له کوربه ويسټ انډيز لوبډلې سره شل اوريزه لوبې کوي.

هند سريلانکا سره د دوه کرکټ سيريزونو وروسته د ۵ ټيسټ لوبو لپاره انګلستان سره مخامخ کيږي.

ايرلينډ سويلي افرېقې سره د دوه کرکټ سيريزونو وروسته د زمبابوې لوبډلې کوربه دى.

ټولو لوبډلو دغه سيالۍ اکتوبر کې پيلېدونکي شل اوريزه کرکټ نړېوال جام ته د ښه تياريو په موخه برابرې کړي او لا يې هم برابروي.

له افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره بيا اسټراليا، هند او سريلانکا د FTP لوبې چې ۲۰۱۸ کال کې پلان شوې وې وځنډولې او يادو لوبډلو د افغانستان وخت نورو لوبډلو ته ورکړ.

افغانستان ته ۵ کلونو کې ۱۳ ټيسټ سيالۍ ورکړل شوې وې چې د معلوماتو په اساس تراوسه يې ايرلنډ سره ۲ ټيسټ لوبې د بودېجې د نشتوالي له کبله لغوه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان وروستيو ۱۸ مياشتو کې يواځې ۲ ټيسټ لوبې زمبابوې، ۳ پنځوس اوريزه لوبې ايرلنډ او ۹ شل اوريزه لوبې له ايرلنډ او زمبابوې سره ترسره کړي دي چې دا شمېر لوبېلوبې او دا دوره د افغانستان د کرکټ تاريخ ترټولو خاموشه او بې لوبو دوره وشمېرل شوه.

ددې ترڅنګ د بودېجې د نشتوالي له کبله د افغانستان ترټولو معتبر ليست اى، شيږيزه او فرسټ کلاس ټورنامنټونو چې د لوبو او مسوولينو لګښت يې هم د نړېوالې شورا له بودېجې ورکول کيږي په ټپه ولاړ دي او کورنى کرکټ هم تباهۍ ته روان دى.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ