سویلي افریقا او ایرلینډ سبا وروستۍ شل اوریزه لوبه ترسره کوي | خبریال

سویلي افریقا او ایرلینډ سبا وروستۍ شل اوریزه لوبه ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه / سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله سبا وروستي شل اوریزه لوبه ترسره کوي

دوهمي شل اوریزي لوبي جزییات

د سویلي افریقا او ایرلینډ ترمنځ په دویمه شل اوریزه لوبه کې د ایرلېنډ توپوهنه ډېره کمزورې وه، چې سویلي افریقا د ۴۲ منډو په توپیر په لوبه کې بریا خپله کړه او د لوبې تر څنګ یې لوبلړۍ هم وګټله.

د سویلي افریقا او ایرلېنډ ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه په بیلفاسټ کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سویلي افریقا پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې ډیویډ میلر ۷۵ ناسوځېدلې، ویان مولدر ۳۶ او کوانټین ډي کوک ۲۷ منډې وکړې. د ایرلېنډ له خوا پال سټرلینګ او مارک ادیر ۲-۲، کریګ ینګ، جوش لیټل او سیمي سینګ ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۶۰ منډو هدف په تعقیب کې د ایرلېنډ ټوله لوبډله په ۱۹.۳ اورونو کې د ۱۱۷ منډو په جوړولو سره وسوځېده او د ۴۲ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا شان ګیټکیټ ۲۴ او جارج ډوکریل ۲۰ منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا بجورن فورټین او تبریز شمسي ۳-۳ او بوران هیندریکس ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ډیویډ میلر ترلاسه کړه. سویلي افریقا د دویمې لوبې تر څنګ د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله، خو لا هم یوه لوبه پاتې ده، چې د جولای په ۲۴مه نېټه به ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ