د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندي سیالیو لپاره ځوانه لوبډله اعلان کړه | خبریال

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندي سیالیو لپاره ځوانه لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / افغانستان کرکټ ملي له پاکستان کرکټ لوبډلي سره دریو یوې ورځنیو لوبو ته د ۱۷ لوبغاړو نوملړ«سکواډ» اعلان کړ.

یادو لوبو ته حشمت الله شهیدي‌ کپتان او رحمت شاه زرمتی یې مرستیال دی.

په یاد نوملړ کې د لوبډلې دوه مخکني کپتانان اصغر افغان او ګلبدین نایب نشته.

چپ لاسی ځوان اوپنر بیتسمین صدیق اتل، ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال، تیز بالر فضل حق فاروقي او الراونډ عبدالرحمن هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو د ملي لوبډلې په سکواډ کې شامل کړل شوي دي.
دوی او مینه والو ته دې یې مبارک وي.

داسې ښکاري چې د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۳ نړیول جام سیالیو لپاره د لوبډلې په ترکیب، په لوبډلې کې د تغیراتو د راوستلو بهیر او مستعدو ځوانانو ته د چانس ورکولو لړۍ له پاکستان سره له لوبو پیلوي.

دا ښه فکر او ښه اقدام دی. دا ځوانان باید همداسې مسلسل ولوبول شي،‌ چانس ورکړل شي، پر ځان یې باور او اعتماد نور هم زیات شي چې را روانو دوو دریو کلونو کې د ملي لوبډلې لپاره ښه برابر لوبغاړي شي.

ملي لوبډلې ته د ابراهیم ځدراڼ او اکرام علي خیل په بیا راتګ سره د افغانستان توپوهنه نوره هم غښتلې کیږي. د لکڼوال په شاملولو سره داسې ښکاري چې افغانستان به د پاکستان په خلاف خپل د ورو توپ اچونې له قوت څخه کار اخلي. دا لوبې په سپتمبر کې دي،‌ شاید یاد لوبي په سریلانکا کې ترسره شي،‌ افغانستان کوربه دی او طبعي ده چې خپل قوت ته په کتو به پچ برابروي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي: «دغه سکواډ د څو هفتو تحليل او تجزيې، بحثونو او د يو- يو لوبغاړي د ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو ته په کتو برابر شوی چې مونږ مطمين يو د پاکستان پر وړاندې به ښه کارکردګي ترسره کوي.

یاد نوملړ کي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، مرستیال لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي، صدیق اتل ،رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدران، نجیب الله ځدران ،اکرام علی خیل ، شاهد کمال ، محمد نبی ، کریم جنت ،عظمت الله عمرزی، راشد خان ،عبدالرحمن، نوین الحق ، مجیب الرحمن ، فضل الخق فاروقي ، او نور احمد لکڼوال شامل دي.

همدارنګه په ریزریف لوبغاړو کي یوسف ځاځي ،سلیم صافی، شرف الدین اشرف،او قیس احمد شامل دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ