سریلانکا په وروستۍ یورځنۍ لوبه کي هند ته ماتې ورکړه | خبریال

سریلانکا په وروستۍ یورځنۍ لوبه کي هند ته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د لړۍ په دریمه لوبه کې هندۍ لوبډله ماته کړه.

د هند او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ وروستۍ لوبه ترسره شوه چې سریلانکا په «۳» ویکټو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې هندوستان لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۴۳.۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۲۵ منډې وکړې.

هندوستان ته پرتیو شاؤ ۴۹ او سنجو سمسون ۴۶ زیاتې منډې وکړې، سریلانکا ته ته اکیله دنانجیا او پروین درې درې لوبغاړي وسوځول.

لوبه کې د باران له امله سریلانکا ته په ۴۷ اورونو کې ۲۲۷ هدف وټاکل شو چې سریلانکا ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۳۹ اورونو کې ترلاسه کړه.

سریلانکا ته فرناډو ۷۶ منډې وکړې، هندوستان ته راهول چاهر ۳ لوبغاړي وسوځول.

په دې سره د دریو پنځوسـاوریزه سیالیو لړۍ هندوستان دوه د یو په مقابل کې وګټله، د دواړو هېوادونو ترمنځ به لدې وروسته درې شل اوریزه سیالۍ هم ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ