کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ د ژوندې کیدو اوږد مهاله بنسټ کیښود | خبریال

کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ د ژوندې کیدو اوږد مهاله بنسټ کیښود

خبریال وېبپاڼه / کرېکټ بورډ؛ د افغانستان کرېکټ د نه مړ کېدو او اوږد مهاله ژوند بنسټ کښېښود

افغان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي سپټمبر میاشت کې له خپل تر ټولو سخت او کلک سيال پاکستان سره درې يو ورځنۍ لوبې کوي، دغه سيالۍ چې لا هم يوه مياشت او ۷ ورځې ورته پاته دي، پرون ورته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه خو دا ځل داسې لوبډله چې د کرېکټ هر کتونکی يې ګوته په غاښ کړی.

په یاده لوبډله کې د لومړي ځل لپاره نوراحمد، صديق اتل، عبدالرحمن او فضل الحق هغه ستوري را اخيستل سوي چې د ۱۹ کلنو په تېر نړيوال جام کې يې په خپلې بې سارې وړتيا کرېکټ مبصرين ځانته حيران کړه. ددوی باوجود د کورني کرېکټ ستوري شاهد کمال، عظمت عمرزی، ابراهيم ځدراڼ چې په وروستيو څو کلونو کې په پرلپسې توګه کورني کرېکټ کې ځليدلي د لوبډلې برخه شوي.

هغه اکرام علي خېل چې نړيوال جام کې يې په ۸۶ منډو د سچن ټنډولکر ريکارډ مات کړی بيا لوبډلې ته راستون سوی او دا غوره زېری دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ څو ورځې مخکې ملي لوبډلې ته دوه کپټانان وټاکل حشمت الله شهیدي د يو ورځنيو او ټيسټ سياليو او راشد خان د شل اوريزه سياليو لپاره نو يو اړخ لوبډله ځوانو، باتجربه او ستورو لوبډلمشرانو ته لاس کې ورکول او بيا د وروستيو څو کلنو پرلپسې ځلېدونکي ځوان لوبغاړي لوبډلې ته راوستل په دې مانا دي چې نور زموږ کرېکټ نه مري او بلخوا هغو لوبغاړو او ځوانانو ته چې د افغانستان کرېکټ کې دخيل دي دا زېری اعلان سو چې هر يو د خپلې وړتيا له مخې ډېر ژر خپلې هيلې په رښتيا بدلولی سي او کېدای سي تر ملي لوبډلې ورسي.

د پاکستان لپاره همېشه افغان لوبډله ننګوونکې تمامه شوې خو دا ځل به لا هم ننګوونکې ځکه و اوسي چې د اکثرو لوبغاړو مطالعه نلري،

نو په اسيايي کنډيش داسې ځوان او ځلېدونکي لوبغاړي ماتول به ستونزمن وي.
ښه بخت افغان اتلانو 🇦🇫❤️

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ