اصغر افغان د کپتانی وروسته له لوبډلې هم کینول شوي
خبریال وېبپاڼه / اصغر افغان د کپتاني وروسته د لوبډلي څخه هم کینول شوي نوموړي مسلسل شپږ کاله د افغان لوبډلي لپاره ولوبیده خو په تیر نړیوال جام کي د یو شمیر ټپونو له امله د ځينو سیالیو کینول شوي وه، خو دا ځل نوموړي د ټپونو نه بغیر د لوبډلي کینول شوي دي.
د پاکستان پر وړاندي اعلان شوي نوملړ کي اصغر افغان او همدارنګه کلبدین نایب هم نه دی اخیستل شوي
اضغر افغان له نن څخه «۳۴» کاله پخوا ۱۹۸۷ کال د فبروري په ۲۲ مه نېټه د افغانستان مرکز کابل کې پیدا شوی دی.
اضغر افغان په لومړي ځل ۲۰۰۴ م کال کې د افغانستان ۱۷ کلنې لوبډلې په ګټه ولوبېدۀ.
له هغې وروسته په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ م کالونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان ملي لوبډلې ته سلیکټ شو، نوموړي د افغانستان په ګټه د کرکټ نړیوالې شورا ورلډ کرکټ لیګ ډیویژن پنځه، ډیویژن څلور او ډیویژن درې سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړ.
اضغر افغان ۵ فټه او ۶ اینچې لوړ قد لري، په ښې لاس توپ وهنه کوي او په ښي لاس نیمه تېزه «میډیم فاسټ» توپ اچونه کوي.
اضغر افغان خپله لومړۍ ټیسټ لوبه ۲۰۱۸م کال کې د جون په ۱۴ مه نېټه د هندوستان خلاف ترسره کړه، وروستۍ ټیسټ لوبه یې ۲۰۲۱م کال کې د مارچ په ۱۰ مه نېټه د زمبابوې خلاف ترسره کړه.
نوموړي لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه ۲۰۰۹م کال کې د اپریل ۱۹ مه نېټه د سکاټلینډ خلاف او وروستۍ لوبه ۲۰۲۱م کال کې د جنورۍ په ۲۶ مه نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه.
همدغه راز یې لومړۍ شل اوریزه لوبه ۲۰۱۰ م کال کې د فبروري لومړۍ نېټه د ایرلینډ او وروستۍ لوبه یې ۲۰۲۱م کال د مارچ ۲۰ مه نېټه د زمبابوې خلاف ترسره کړه.
اضغر افغان په ټولټال ۵ ټیسټ سیالیو کې «۲۷۶» منډې، په ۱۱۴ پنځوس اوریزه سیالیو کې «۲۴۲۴» منډې او په ۶۹ شل اوریزه سیالیو کې «۱۲۴۸» منډې ترلاسه کړي دي.
اضغر افغان په ټیسټ کې یوه سلیزه او درې پنځوسیزې، په یو ورځنۍ لوبو کې یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې، او شل اوریزه فارمټ کې درې پنځوسیزې ترلاسه کړي دي.