وسیم اکرم د پاکستانۍ لوبډلمشر بابر اعظم په اړه تازه څرکندونۍ کړي | خبریال

وسیم اکرم د پاکستانۍ لوبډلمشر بابر اعظم په اړه تازه څرکندونۍ کړي

خبریال وېبپاڼه / وسیم اکرم:بابر دې په دې اړه فکر نه کوي چې څوک لوبډله کې اخيستل کيږي څوک نه.

د انګلينډ په وړاندې يوورځنيو او شل اوریزه سيريزونو کې د پاکستان له ماتې وروسته د یادې لوبډلې کپتان، لوبغاړي او روزونکي د نيوکو سره مخ دي.

د نيوکو تر څنګ يادې لوبډلې او کپتان ته يې يو شمېر پخوانیو لوبغاړو مشورې هم ورکړي چې له منځه یې پخوانی فاسټ بالر وسيم اکرم يادولی شو.

وسيم اکرم وايي چې کپتان بابر اعظم دې ټول فکر خپلې کپتانۍ او لوبې ته واړوي او په دې اړه دې ډېر فکر نه کوي چې لوبډله کې څوک اخيستل کيږي او څوک نه.

“بابر لا ځوان دی، ټول فکر دې خپلې لوبې او کپتانۍ ته وکړي، نه دې ته چې څوک لوبډله کې اخيستل کيږي او څوک نه، دا بابر اعظم ته زما مشوره ده”.

وسيم اکرم داسې مهال دا خبرې کوي چې څه موده وړاندې پاکستاني رسنیو د غوراوي کميټې او بابر اعظم ترمنځ د لوبغاړو د ټاکلو پر سر د اختلاف خبرونه نشر کړي وه.

د کپتان له لوري د لوبغاړو په غوراوي کې لاس‌وهنه نه کومه نوې خبره ده او نه هم يوازې تر پاکستانۍ لوبډلې محدوده ده خو باور دا دی چې هغه کپتانان چې لا نوي وي، داسې مسايل يې چارې ټکنۍ کوي او فکر يې د کپتانۍ له دروند مسؤلیت څخه نورو مسايلو ته اوړي.

شنونکي باور لري چې ښه کپتان کولی شي له ورسره شته منابعو په ښه ډول کار واخلي او د دې پر ځای چې لوبډلو کې ډلبندۍ او انډيوالۍ وپالي، سکواډ کې شامل لوبغاړي سره منظم او د بريا لپاره لاس په کار شي.

پاکستانۍ لوبډله اوس مهال ويسټ انډيز ته رسيدلې او هلته به له کوربه هيواد سره د شل اوريزه او ټيسټ لوبو سيريزونه ولري، چې پای ته رسيدو سره به يې بيا د افغان لوبډلې سره د سياليو ډګر ته ښکته شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ